د لاس رسي وړ اتصالات

د ولسي جرګې غړی په ځانمرګه برید کې ټپي شو


برید د کابل د شاه شهید په سیمې کې د ولسي جرګې د غړي ګل پاچا مجیدي کور ته نږدۍ شوی دی
برید د کابل د شاه شهید په سیمې کې د ولسي جرګې د غړي ګل پاچا مجیدي کور ته نږدۍ شوی دی

نن په کابل کې په ولسي جرګې کې د پکتیا د خلګو استازی ګل پاچا مجیدي د کور دباندې ځانمرګه برید شوی دی.

د کورنیو چارو د وزارت ویاند صدیق صدیقي ویلي دي چې په برید کې درې کسان وژل شوي او اته نور ټپیان شوي دي.

د ولسي جرګې غړی ګل پاچا مجیدي هم په ټپیانو کې شامل دی. په ولسي جرګې کې یوې منبع ویلي دي چې ښاغلي مجیدي په پښې زخمي شوي او ټپونه یې جدي نه دي.

په سیمې کې عیني شاهدانو امریکا غږ ته وویل چې ګل پاچا مجیدي او د ځاځیو د قوم ځینو مشرانو غونډه درلوده چې ځانمرګی برید شوی دی.

عیني شاهدانو دا هم ویلي دي چې بریدکوونکی پلی و. د ځاځیو د قومي شورا د مشر حاجي عبدالصمد په وینا، د هغه موټرچلونکي هڅه کړې وه چې د ځانمرګي بریدکونکي مخه ونیسي خو برید کوونکي په ځان پورې تړلې بمونه وچول.

مخکې ویل کیدل چې په برید کې د حاجي عبدالصمد د موټروان او دوو ماشومانو په شمول پنځه کسان وژل شوي دي. خو وروسته بیا د کورنیو چارو وزارت وویل چې په برید کې درې کسان چې یو ماشوم هم پکښې شامل دی وژل شوي دي.

د امریکا غږ خبریال رحیم ګل څاروان، چې د پيښې ځای ته ورغلی و، ویلي دي چې پنځه ټپیان یې لیدلي چې په امبلانسونو کې روغتون ته انتقال شول.

د پيښې وروسته سیمه کلابنده شوې ده خو تر اوسه چارواکو د پيښې په اړه څه نه دې ویلي او نه هم کومې ډلې د پيښې مسولیت په غاړه اخیستی دی.

XS
SM
MD
LG