د یمن په شمال کې د سعودي عربستان په هوايي برید کې لږ تر لږه ۴۵ کسان وژل شوي دي. برید د دوشنبې په ورځ د مهاجرو په یو کمپ باندې شوی دی.
د بشري مرستو د موسسو کارکونکو ویلي دي چې په پيښې کې ملکیان هم وژل شوي دي.
د یمن دولتي راډیو تلویزیون، چې د حوثي وسله والو په لاس کې دی، ویلي دي چې په برید کې ښځې او ماشومان وژل شويدي.
خو د سعودي عربستان چارواکو ویلي دي چې دا نه شي تاییدولی چې دقیقا څه شوي دي او چا ته تاوان رسیدلی دی.
د یمن د بهرنیو چارو وزیر ریاض یاسین د پيښې مسولیت د حوثي وسله والو په غاړه اچولی دی او ویلي یې دي چې تلفات د حوثیانو لخوا د درندو وسلو د ډزو په نتیجه کې رامنځ ته شويدي.
داسې ښکاري چې د هوايي برید هدف د حوثي یاغیانو یوه پوځي اډه وه.
د سعودي په مشرۍ ایتلاف
سعودي عربستان د عربي هیوادونو د هغه ایتلاف مشري کوي چې غواړي په یمن کې د شیعه حوتیانو د پرمختګ مخه ونیسي. دغه ایتلاف دا هم غواړي چې د یمن ولسمشر منصور هادي بیرته واک ته ورسوي.
د پنجشنبې د ورځې راهیسې، د سعودي په مشرۍ ایتلاف په یمن کې هوايي بریدونه پیل کړي دي.
د اوس لپاره د سعودي عربستان په مشرۍ په ایتلاف کې ۱۰ عربي هیوادونه شامل دي. په دغو هیوادونو کې اوه یې د خلیج هیوادونه دي. درې پاته هیوادونه، سوډان، مصر او مراکش دي.
د دوشنبې په ورځ، یوه پاکستاني چارواکي د رویټرز خبرې آژانس ته وویل چې پاکستان به سعودي عربستان ته عسکر واستوي چې د حوثي یاغیانو په خلاف په جګرې کې برخه واخلي.
د دوشبنې په ورځ ناوخته بیا د پاکستان د حکومت یو بیان خپور کړ چې پکښې د عسکرو د استولو خبره نه ده شوې. خو دا پکښې راغلي دي چې پاکستان ژمن دی «چې په منځني ختیځ کې د وضعیت د خرابیدو د مخنوۍ لپاره» مثبت رول ولوبوي.
حوثي وسله والو چې تیر عیسوي کال یې د یمن پایتخت صنعا ونیوله اوس هڅه کوي چې د عدن بندري ښار هم ونیسي. عدن د یمن اقتصادي مرکز ګنل کیږي.
د دوشنبې په ورځ، حوثیانو د عدن په ښار باندې د درندو وسلو ډزې کولې او همداراز یې هڅه کوله چې د عدن د ښار دباندې، شمال ختیځ لوري ته، پرمختګ وکړي.
په عین وخت کې د سعودي عربستان جټ الوتکو د حوثي وسله والو په مورچلو باندې خپلو هوایي بریدونو ته ادامه ورکړې ده.