د لاس رسي وړ اتصالات

له ۱۱۰۰ نه زیات افغان ماین پاکوونکي د ماین قرباني شوي


د افغانستان په سلو کې اتیا فیصده خاوره د ماین له خطر څخه پاکه شوې ده
د افغانستان په سلو کې اتیا فیصده خاوره د ماین له خطر څخه پاکه شوې ده

د هغو ارقامو له مخې چې د افغانستان جمهوري ریاست خپاره کړي، په تیرو دریو لسیزو کې ١٨٩ افغان میان پاکوونکي د وظیفې د اجرا کولو په ترڅ کې میاینونو وژلي دي او ۹۷۳ تنو نورو یې د بدن غړي له لاسه ورکړي او یا هم ټپي شوي دي.

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د اپریل د څلورمې د ماین د پوهاوي د نړیوالې ورځې په هکله په یو پیغام کې د ماین پاکوونکو د قربانیو ته د درناوي په ترڅ کې د پوهنې له وزارت څخه غوښتي چې ۱۸۹ ښوونځي د وژل شویو ماین پاکانو په نومونو ونوموي. ښاغلي غني همداشان د کابل ښاروالۍ ته ویلي دي چې د ښار ښار یوه کوڅه د "ماین پاکوونکو" په نوم کړي.

د ماین پاکوونکو برسیره د افغانستان په زرگونو اوسیدونکي هم د ماینونو د چاودنو قرباني شوي دي چې د دریو لسیزو وسله والو جگړو په ترڅ کې د ښکیلو اړخونو له خوا په دې هیواد کې ځای پر ځای شوي دي.

د ماین پاکۍ سازمانونه وایي د پرسونل ضد ماینونو زیاته برخه د پخواني شوروي اتحاد د تیري پر وخت د ۱۹۷۹-۱۹۸۹، کلونو پهڅ کې د افغانستان په مختلفو سیمو کې ځای پر ځای شوي دي.

په افغانستان کې د امریکا سفیر مایکل مکنلي، په یوه آزاده سرمقاله کې لیکلي دي چې د ۱۹۸۹ کال راپدیخوا څه دپاسه ۲۴۰۰۰ افغانان د ماینونو د چاودنو قرباني شوي دي. تر دې چې اوس هم هره میاشت په افغانستان کې شاو خوا ۳۸ تنه د ماینونو د چاودنو قرباني کیږي.

د امریکا سفیر همداشان لیکلي دي چې هیواد یې د ۱۹۹۳ کال راهیسې څه دپاسه ۴۰۰ میلیونه ډالره په افغانستان کې د ماین پاکۍ له پروژو سره مرسته کړې ده او په روان کال کې ۲۲ میلیونه نور ډالر یې په دې هدف اختصاص کړي دي.

د ماین پاکۍ سازمانونو ویلي دي چې د ۲۰۲۳ کال پورې به ټول افغانستان د پرسونل ضد ماینونو څخه پاک کړي.

XS
SM
MD
LG