د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما: د ایران سره تاریخي تفاهم ته ورسیدو


د امریکا د متحده ایلتونو جمهور رئیس

د امریکا د متحده ایلتونو جمهور رئیس

د ایران او د نړۍ د شپږو ځواکمنو هیوادونو ترمنځ د سویس په لوزان کې د تهران د اتومي پروگرام پر سر د مذاکراتو د وروستۍ وینا له اعلان وروسته د امریکا د متحده ایالتونو جمهور رئیس بارک اوباما وویل که لاس ته راغلی تفاهم په یو هر اړخیزې موافقې واوړي، باور لرم چې نړۍ به ډیره په امن کې شي.

ښاغلي اوباما وویل که دغه تفاهم په موافقې بدل شي، د هغې په بشپړه پلي کولو سره به پوځي اتومي ځواک ته د رسیدو لپاره د ایران مخه ونیول شي.

ایران او د امریکا د متحده ایالاتو په گډون د نړۍ پنځو ځواکمنو هیوادونو د پنجشنبې په ورځ هغه موافقه اعلان کړه چې د ایران پر اتومي پروگرام باندې بندیزونه په گوته کوي چې تهران ونه شي کړای اتومي وسلې ته لاس رسی پیدا کاندي.

دا پیښه د ایران او پنځه جمع یو ډلې ترمنځ د اتومي پروگرام پر سر مذاکرات په راتلوونکو دریو میاشتو کې د یو پراخ اتومي توافق د ترلاسه کولو په لور پرمخ بیایي.

د اروپایي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ رئیسې فدریکا موگیریني د ایران د بهرنیو چارو د وزیر جواد ظریف سره په یو گډ خبري کنفرانس کې وویل چې د څه دپاسه یوې لسیزې وروسته غوڅ گامونه پورته شول.

د هغې بیان له مخې چې میرمن موگیریني په انگلیسی او ښاغلي ظریف په فارسي ولوستله د ایران د یورانیمو د غني کولو اړوند فعالیتونه د یوې مدې لپاره محدودیږي.

د لاس ته راغلې حل لارې په بنسټ د نطنز تاسیسات به د ایران د یورانیمو د غني کولو یواځنی مرکز وي او د فردو اتومي تاسیسات به د اتومي او پرمختللو فزیکي څیړنو د مرکز په توگه بدل شي. د اراک تحقیقاتي ریکتور هم د درنو اوبو په سطحه کې پاتې کیږي، خو بیا به جوړ شي.

د بندیزونو په برخه کې د پراخې طرحې د پلي کیدو وروسته گډ اقدام کیږي او د ملگرو ملتونو د امینت د شورا ټولې قطعنامې به لفوه شي او د امریکا او اروپا اقتصادي او مالي بندیزونه – د دې ډلې څخه مالي، بانکي، بیمه، پانگې اچونې او د هغه اړوند د ټولو خدمات په مختلفو برخو کې لکه نفت، گاز، پتروشیمي او موټرجوړولو کې لگیدلي بندیزونه به سمدستي لغوه شي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر ددې بیان له لوستلو وروسته خبریالانو ته وویل چې د دې بندیزونو لغوه کیدل ایران ته "ستره لاس ته راوړنه" ده. همداشان ښاغلي ظریف وویل چې اوس هم ځنې موارد شته چې د راتلوونکو دریو میاشتو پورې باید څرگند شي.

XS
SM
MD
LG