د لاس رسي وړ اتصالات

لاریون کوونکي: ایران دې افغانان جګړې ته نه بيايي


Kabul protests

Kabul protests

په کابل کې په لسګونو کسانونن د ایران د سفارت مخې ته د ایران د حکومت له خوا د سوریې ، عراق اود یمن جګړو ته په دغه هیواد کې د میشتو افغان مهاجرینو د لیږلو په خلاف لاریون وکړ.

د دغه لاریون بندوبست دافغانستان د ملي مشارکت په نوم د یو ګوند له خوا چې مشرۍ یې د ولسي جرګې یو پخوانی غړی نجیب الله کابلي کوي شوی وو.

لاریون کوونکو د ایران په زندانونو کې د بندي شو یو شمیر افغانانو د اعدام یادونه کوله او ادعا یې کوله چېد ایران حکومت په دغه هیواد کې د میشتو افغانانو د ناوړه حالت ګټه پورته کوي او د پنځه سوه امریکایي ډالرو په بدل کې هغوی سوریې،عراق او یمن ته استوي.

دغو لاریون کوونکو ادعا کوله چې په عراق ،سوریې او یمن کې تراوسه ۳۵۰ افغانان د ایران پلوه شیعه ملیشو په لیکو کې وژل شوي دي.

لاریون کوونکو د افغان حکومت او په ځانګړي ډول د افغانستان د ملي امنیت له ریاست وغوښتل چې د افغانستان خلکو ته دې په دې مسئله وضاحت ورکړي .

د افغانستان د ملي مشارکت د ګوند مرستیال حبیب الله ناصري امریکا غږ سره په خبرو کې د ننني لاریون هدف د ایران د حکومت له خوا عراق، سوریې او یمن ته د افغانانود استولو غندنه وښوده وې ویل چې ایران د افغانانو له بیوسۍ ناوړه ګټه اخلي.

دغو لاریون کوونکو له ځانونو سره شعارونه هم لیږدول چې په کې لیکل شوی وو

"مونږ یمن ته د افغان ځوانانو د استولو په باب د ایران د نظام تازه اقدام غندو ".

لاریون کوونکو په پریکړه لیک کې د یمن په جګړه کې د سعودي عربستان نه د افغانستان د حکومت د ملاتړ ستاینه شوې او ویل شوي چې ۲۷۱ افغان بندیان د ایران په زندانونوکې د اعدام د سزا سرمخ دي او که افغان حکومت یې غم و نه خوري نو ژر به اعدام شي.

د افغانستان ملي مشارکت ګوند غړو او ملاتړو پخوا هم په کابل کې د ایران په خلاف لاریونونه کړي دي.

خو دا لومړی ځل دی چې دا ګوند د ایران د حکومت له خوا د عراق، سوریې او یمن جګړو ته په ایران کې د میشتو افغانانو د استولو په باب لاریون کوي.

په ټولنیزو رسنیو کې د اوږدې مودې راهیسې په ایران کې د میشتو هغه شمیر افغانانو ویډیوي تصویرونه خپاره شوي چې په سوریه کې د بشارالاسد د رژیم په ملاتړ جنګیږي.

په دغو ویډیوي تصویرونو کې یو شمیر افغانان پخپله وایي چې هغوی د اسد د رژیم په ملاتړ دغه هیواد ته ورغلي دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت که څه هم د ایران د حکومت له خوا عربي هیوادونو ته د افغان مهاجرینو د استولو په باب په رسنیو کې خپاره شوي رپوټونه رد کړي نه دي خو په دې هکله يې تراوسه کوم څرګند دریځ هم نه دی نیولی.

د بلې خوا په ټولنیزو رسنیو کې داسې رپوټونه هم خپاره شوي وو چې ګوندې یوشمیر افغانان په عراق او سوریې کې د دغو هیوادونو د حاکمو رژیمونو په خلاف هم په جګړه کې دغو هیوادونو د مخالفو وسلوالو په لیکو کې برخه لري.

XS
SM
MD
LG