د لاس رسي وړ اتصالات

د بلخ وسله وال برید د ١۴ تنو په وژل کیدو پای ته ورسید


د بلخ د استناف پر محکمې باندې برید
د بلخ د استناف پر محکمې باندې برید

د بلخ ولایت د امنیت آمر عبدالرزاق قادري وویل چې په دې پیښه کې ټول څلور تنه برید کوونکي، او پنځه ملکي وگړي وژل شوي دي.

د مزارشریف د روغتون سرطبیب خواجه نور محمد فیض د امریکا غږ آشنا رادیو ته ددغو ارقامو په تائید سره وویل چې د ښځو او ماشومانو په گډون ۶۶ تنه نور په دغه پیښه کې ټپیان شوي دي.

د بلخ سیمه ییز مقامات وایي وسله والو برید کوونکو د غرمې دمخه په ١١ بجو د بلخ ولایت د استناف پر څارنوالۍ برید وکړ او د ماښام تر ۶:۲۰ دقیقو پورې د امنیتي قواو سره په جگړه بوخت وو.

د بلخ د مقاماتو په وینا امنیتي ځواکونو د نښتې په لومړیو شیبو کې د استناف څارنوالۍ اکثر کارکوونکي وژغورل.

د دغې نښتې څخه لږ وروسته طالبانو رسنیو ته په یو پیغام کې د برید مسولیت په غاړه واخیست.

د پیښې مخکنی جریان

د مزارشریف د روغتون سرطبیب خواجه میر محمد فیض د دې شمیرې د څرگندولو په ترڅ کې د امریکا غږ آشنا رادیو ته وویل چې په ټپیانو کې ښځې هم شاملې دي.

خو د بلخ ولایت امنیتي مقامات وایي چې په دې پیښه کې درې تنه وژل شوي دي چې دوه تنه یې پولیس او یو یې ملکي وگړی دی.

برید کوونکو چې پوځي کالي یې اغوستي او شمیر یې تر اوسه څرگند نه دی د غرمې دمخه په ١١ بجو د بلخ د استناف د محکمې پر ودانۍ برید وکړ او نښته تر اوسه دوام لري.

امنیتي ځواکونو د برید د پیل راهیسې د بلخ د استناف د محکمې یو شمیر کار کوونکي ژغورلي دي خو د امریکا غږ خبریال د پیښې له ځای څخه په خپل رپوټ کې وایي چې برید کوونکو یو شمیر کارکوونکي یرغمل کړي دي.

د پیښې ځای امنیتي ځواکونو محاصره کړی او اوس هم د سپکو او درندو وسلو د ډزو غږ اوریدل کیږي.

د بلخ ولایت سرپرست عطا محمد نور، په خپل فیسبوک کې لیکًي دي چې د دې ادارې کارکوونکي د امنیتي ځواکونو له لورې ژغورل شوي دي او سرتیري هڅه کوي چې ملکي وگړو ته زیان ونه رسیږي.

د کورنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې امنیتي ځواکونو تر اوسه پورې درې تنه برید کوونکي وژلي دي.

XS
SM
MD
LG