د لاس رسي وړ اتصالات

عراق د امریکا نه د پوځي مرستو غوښتنه کوي


د عراق صدراعظم حیدر العبادي
د عراق صدراعظم حیدر العبادي

د عراق صدراعظم به د سې شنبې په ورځ د ولسمشر اوباما سره په سپینې ماڼۍ کې وګوري. تمه ده چې هغه به د امریکا نه غوښتنه وکړي چې د عراق سره خپلې مرستې ډیرې کړي.

ویل کیږي چې د عراق صدراعظم حیدرالعبادي به د امریکا نه پوځي مرستې وغواړي، چې پکښې به عراق ته د پرمختللو وسلو او تجهیزاتو، لکه د ډرون د الوتکو ورکول، هم شامل وي.

ښاغلی العبادي به د امریکا نه دا هم وغواړي چې د وسلو د ورکولو په بدل کې دې اوس ورڅخه پيسې وانخلي، دا ځکه چې په نړیوال مارکیټ کې د تیلو قیمتونه رالویدلي دي او د اسلامي دولت د ډلې په خلاف د پوځي عملیاتو لګښتونه د دې سبب شوي چې عراق د اوس لپاره نقدې پیسې و نه لري.

واشنګټن ته د روانیدو نه مخکې، د عراق صدراعظم وویل چې اوس هم امریکا د عراق سره خپلې مرستې ډیرې کړې دي، خو عراق غواړي چې نورې مرستې هم ورسره وشي ترڅو چې د اسلامي دولت ډله له منځه یووړل شي.

د عراق صدراعظم وویل چې «موږ په عراق کې د تروریستانو خلاف جنګیږو. تروریزم نه یوازې عراق ته ګواښ دی، بلکه ټوله سیمه او نړۍ ته ګواښ متوجه کوي. موږ د تروریزم د قابو کولو لپاره نړیوالو مرستو ته ضرورت لرو.»

پرون امریکايي چارواکو د عراق د غوښتنو په اړه بې خبرې وښودله.

د سپینې ماڼۍ ویاند جاش ارنست وویل چې ولسمشر اوباما به د عبادي سره وګوري او د یو موټي عراق په اړه به د هغه د هڅو ملاتړ وکړي.

د سپینې ماڼۍ ویاند دا خبره هم وکړه چې ولسمشر اوباما به د عراق د دې غوښتنې په اړه چې وايي مرستې دې ورسره ډیرې شي غور وکړي.

ښاغلي ارنست وویل چې «په عراق کې د یو پراخ بنسټه عراقي حکومت سره په کامیابۍ سره کار کول په دې کې ډیر مهم نقش ولوباوه چې موږ په تیرو څو میاشتو کې د داعش خلاف لاس ته راړوني ولرو. البته دا ښکاره ده چې لا ډیر څه باید وشي او موږ به د عراقیانو سره د نږدې نه کار کولو ته ادامه ورکړو.»

په تیرو څو اونیو کې، عراقي ځواکونه د داعش څخه یو شمیر سیمې، چې د تکریت ښار هم پکښې شامل دی ونیولي. خو، د اسلامي دولت ډله اوس هم د عراق د دوو ولایتونو، نینوا او النبار، پراخې سیمې په خپل کنټرول کې لري.

XS
SM
MD
LG