د لاس رسي وړ اتصالات

اسرائیلو ایران ته د S-300 توغندیو په ورکولو اندیښنه ښودلې


روسیې په ایران باندې د S-300 ډوله دفاعي سیسټمونو پنځه کلن بندیز د دوشنبې په ورځ لېري کړ.
روسیې په ایران باندې د S-300 ډوله دفاعي سیسټمونو پنځه کلن بندیز د دوشنبې په ورځ لېري کړ.

د اسرائیلو صدراعظم د روسیې د پریکړې په اړه چې په ایران باندې د هوايي دفاع پرمختللي سیستمونه خرڅوي اندیښنه څرګنده کړې ده.

د اسرائیلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوټین سره په تلیفون کې خبرې وکړې او له دې کبله یې خپلې « د تاسف نه ډکي اندیښنې» ورته څرگندي کړې چې روسیې پریکړه کړې ده چې په ایران باندې د هوایي دفاع S-300 ډوله سیسټمونه خرڅوي.

ښاغلي پوټین په جواب کې ورته ویلي دي چې دغه توغندي «دفاعي» وسلې دي.

ښاغلي پوټین په ایران باندې د S-300 ډوله دفاعي سیسټمونو پنځه کلن بندیز د تیرې دوشنبې په ورځ لېري کړ.

د ښاغلي نتنیاهو د دفتر په یوه بیانیه کې ویل شوي دي چې هغه ښاغلي پوتین ته ویلي دي چې «دا اقدام به یوازي په سیمه کې د ایران تیری نور هم پسې تشویق کړي او د منځني ختیځ ثبات به نور هم پسې خراب کړي.»

د کریملین په ویبپاڼه کې ویل شوي دي چې ښاغلي پوتین د اسرئیلو د صدراعظم اندېښنو ته جواب ورکړی او ویلي یې دي چې دغه توغندي د اسرائیلو یا د منځني ختیځ نورو هیوادونو ته گواښونه نه پېښوي. ویبپانې ویلي دي چې ټلیفون د اسرئیلو صدراعظم کړی و.

د ایران د ملي امنیت د سترې شورا رئیس علي شمخاني پرون د روسیې د انټرفاکس خبري آژانس ته وویل چې ماسکو دغه هوایي دفاعي سیسټمونه د سږکال تر پای پوري ایران ته ورکوي.

روسیې ایران ته د دغو توغندیو د ورکولو قرارداد، چې ۸۰۰ میلیون ډالره کیږي، په ۲۰۰۸ کال کې کړی و.

خو ورسته بیا روسیې په ۲۰۱۰ کال کې قرارداد وځنډاوه او علت یې هم دا و چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ایران باندې بندیزونه ولګول.

امریکا هم د دوشنبې په ورځ د روسیې د هوډ په اړه چې ایران ته به د S-300 دفاعي سیسټمونه ورکوي اندیښه وښودله.

XS
SM
MD
LG