د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران ولسمشر په اټومې موافقې کې د کانګرس رول رد کړ


ښاغلي روحاني د چهارشنبې په ورځ د ایران د رشت په شمالي ښار کې په زرگونو ایرانیانو ته وینا وکړه.
ښاغلي روحاني د چهارشنبې په ورځ د ایران د رشت په شمالي ښار کې په زرگونو ایرانیانو ته وینا وکړه.

د ایران ولسمشر حسن روحاني وايي چې ایران وروستۍ اټومي موافقې ته د رسیدو د پاره د نړۍ د شپږو قدرتونو سره په خبرو بوخت دی، نه د امریکا د کانگرس د غړو سره.

د ښاغلي روحاني دا تبصره د سه شنبې په ورځ په واشنګټن کې د هغو خبرو په مقابل کې ښکاره عکس العمل و چې ولسمشر براک اوباما ژمنه کړې وه چې داسې یوه لایحه به لاسلیک کړي چې په اساس به یې د ایران سره اټومي موافقه د کانگرس تر نظر هم تیره شي.

ښاغلي روحاني د ایران د رشت په شمالي ښار کې په زرگونو ایرانیانو ته وینا وکړه.

د ایران ولسمشر خپل هغه درېځ بیا څرگند کړ چې ایران به تر هغو وروستۍ آټومي موافقه لاسلیک نه کړي چې په هغه هیواد باندې ټول لګیدلي بندییزونه په یوه وخت کې لېري نه شي.

د امریکا د سنا د مجلس د بهرنیو اړیکو کمیټې د سه شنبې په ورځ د دواړو ګوندونو تر منځ د روغې جوړې نه وروسته یو پیشنهاد منظور کړ چې په موافقې باندي د نظر څرگندولو د پاره ٣٠ ورځي وخت ټاکي.

پشنهاد همداراز د امریکا ولسمشر ته ٩٠ ورځې وخت ورکوي چې د دې تصدیق وکړي چې ایران د موافقې سره سم روان دی.

د موافقې د نه مراعات کولو په صورت کې به کانګرس سمدستې بیرته په ایران باندې بندیزونه بیرته ولګوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري پرون وویل چې وروسته له هغه چې ولسمشر اوباما موافقه وکړه چې د کانګرس لایحه به لاسلیک کړي، دی باور لري چې د ایران سره به وروستۍ موافقه هم وشي.

XS
SM
MD
LG