د لاس رسي وړ اتصالات

د کرکټ د ٢٠١٦ آسیا جام : افغانستان ته بل فرصت هم برابریږي


afghanistan cricket
afghanistan cricket

کرکټ اسیایي شورا اعلان وکړ چې په ایسا جام د کرکټ سیالیو کې به له دې وروسته څلورو په ځای شپږ ټیمونه برخه ولري، او دغه جام به په دوه بڼو شل اوریزه او پخواني ډول پنځوس اوریزه بڼو ترسره کيږي.

د دې شورا اجرایوي مشر سید اشرف الحق په یوه مطبوعاتي مرکه کې ویلي دي چې دافغانستان په ګډون د اسیا د دویمې درجې دوه نور ټیمونه به هم د پاکستان، هند، سري لنکا او بنگله دیش سره یو ځای د اسیا جام سیالیو کې د گډون حقدار شي. خو د دې لپاره شرط دا دی چې د دویمې درجې څلور اسیايي هیوادونه افغانستان، نیپال، هانگ کانگ او متحده عربي امارات به یو بل سره کوالیفاینگ سیالۍ کوي او دوي نه به دوه ټیمونه د اسیا جام سیالیو کې برخه اخلي.

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم چې د فروري او مارچ په میاشتو کې په اسټرالیا او نیوزي لینډ په میدانونو د کرکټ د سترو ټیمونو سره سیالۍ وکړې
د افغانستان د کرکټ ملي ټیم چې د فروري او مارچ په میاشتو کې په اسټرالیا او نیوزي لینډ په میدانونو د کرکټ د سترو ټیمونو سره سیالۍ وکړې

د اشرف الحق په وینا چې دکرکټ اسیایي شورا پریکړه کړې ده چې د ایشیاجام کرکټ سیالۍ به له دې وروسته هم هر دوه کاله وروسته ترسره کېږي، چې په کې دافغانستان په څیر کرکټ ملي لوبډلې هم د لوبیدو بهتره فرصت و لري.

دیادونې وړ ده چې افغانستان د خپل کرکټ په تاریخ کې تیرکال د بنګله دیش په کوربتوب دلومړي ځل لپاره د پاکستان ، هندوستان ، سریلانکا او بنګله دیش ترڅنګ په (اسیا جام ) سیالیو کې ولوبیده او په لومړي ګډون یې د سیالیو کوربه بنګله دیش له ماتې سره مخ کړه.

دیادونې وړ ده چې اوس مهال د افغانستان،نیپال ، هانګ کانګ او عربي اماراتو کرکټ ملي لوبډلې د نړیوالو شل اوریزه لوبو امتیاز لري خو معلومه نده چې لوبډلې به کله، چېرته او څرنګه د راتلونکي ایشيا کپ سیالیو لپاره ټاکنیز پړاو یا کوالیفاینگ لوبې ترسره کړي.

دغه راز تراوسه د کرکټ اسیایي شورا لخوا هم د راتلونکي کال شل اوریزه ایشیا کپ سیالیو مهال ویش او کوربه هیواد ندی اعلان شوی خو ویل کېږي چې د هندوستان په کوربتوب (شل اوریزه کرکټ نړیوال جام) سیالیو وړاندې به ترسره شي.

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم چې د فروري او مارچ په میاشتو کې په اسټرالیا او نیوزي لینډ په میدانونو د کرکټ د سترو ټیمونو سره سیالۍ وکړې. د کرکټ په نړیوال جام کې په لومړي گډون سره ېې یوه لوبه هم د سکاټ لینډ نه وگټله .د سري لنکا غوندې قوي ټیم ېې د ماتې حالت ته نیزدې کړی و او د په توپ اچونه کې ېې تکړه ټیمونه حیران کړي وو،اوس د اسیا او د نړۍ د نورو ملکونو سره راتلونکو کلنو کې د مخامخ کیدو وړتیا ښيي.

په لندن کې میشت د کرکټ د چارو کارپوه ښاغلی نذر کټوازی
په لندن کې میشت د کرکټ د چارو کارپوه ښاغلی نذر کټوازی

په لندن کې میشت د کرکټ د چارو کارپوه ښاغلی نذر کټوازی وايي چې افغانستان په رواني او فریکي لحاظ وخت تیریدو سره د نړیوالو لوبو سویې ته ځان چمتو کړی او اوس تیار دی چې نورو نړیوالو سیالیو کې د گډون دلارې خپله وړتیا نوره ثابته کړي.

ښاغلی نظر کټوازی وايي چې افغانستان په توپ اچونه کې خپل کمال لري خو په توپ وهنه کې مشکل شته او دا مشکل لرې کول ورته راتلونکو سیالیو دپاره حیاتي دی. هغه وايي چې د کرکټ د ملي ټیم په تشکیل او ترتیب بیا کار وشي. شهزاد محمد او نور علي ځدران که بیرته ټیم کې شامل شي نو گټور به ووسي.

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم د کرکټ د نړیوالې شورا د یو ورځنیو او شل اوریزو په جدول کې په دولسم مقام دی ,نو که افغانستان ته راتلونکو میاشتو کې د نورو نړیوالو لوبو فرصت برابریږي نو درجه بندۍ کې د پرمختگ امکانات ېې هم زیاتیږي

please wait

No media source currently available

0:00 0:04:52 0:00

  • 16x9 Image

    مطیع الله عابد

    مطیع الله عابد  د کال ٢٠٠٢ نه د امریکا غږ آشنا راډیو پښتو خپرونو سره کار کوي. عابد چې د افغانستان د کندوز ولایت دی د پیښور پوهنتون نه ېې د ژورنالزم ماستر ډگري اخیستې. عابد د خبریالۍ سره سره لیکوالي هم کوي چې زیاتره ځوانانو او د کرکټ لوبې په اړه وي.
XS
SM
MD
LG