د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان وايي له چین سره به، په ګډه تروریزم ختم کړي


صدراعظم نواز شریف وویل چې د چین امنیت، پاکستان خپل امنیت گڼي
صدراعظم نواز شریف وویل چې د چین امنیت، پاکستان خپل امنیت گڼي

د چین ولسمشر شي جینپنگ د امنیت په ټینگښت کې د پاکستان د مرستې مننه وکړه. د چین په شمال لویدیځ کې مسلمانان د بیجننگ د حاکمیت څخه سرغړونه کوي.

پاکستان ژمنه وکړه چې د تروریزم په ختمولو کې به د چین سره همکاري زیاتوي.

ښاغلي جینپنگ د پاکستان د پارلمان غړو ته وویل " په دې نوې پېړۍ کې پاکستان د نړیوال تروریزم سره د جگړې په لومړۍ کرښه کې ولاړ دی. تاسې ډېرې زیاتې هڅې کړې دي او بې کچه قربانۍ مو ورکړې دي. "

شي جینپنگ د سفر په لومړۍ ورځ په پاکستان کې د انرژي او لویو لاروپه برخه کې د ۴٦ میلیارد ډالرو د سرمایه گذاري تړون لاسلیک کړ. نن د سه شنبې په ورځ یې د اقتصادي همکاري د امنیت سره تړلې وبلله او پارلمان ته په وینا کې وویل چې دواړه هیوادونه په امنیت کې مشترکې گټې لري.

شي جینپنگ وايي" موږ باید په سختو حالاتو کې د یو بل سره ودریږو او په گډه د امنیتي ستونزو مقابله وکړو. زموږ د هیوادونو گټې مشترکې دي. له کلونو راهیسي پاکستان په هر ډول ستونزمنو حالاتو کې بریالی شوی دی او د چین د لویدیځ سرحدي سیمو په امنیت کې ډیره مرسته کړې ده، او موږ به دا همکاري هیڅکله هیره نکړو. "

صدراعظم نواز شریف وویل چې د چین امنیت، پاکستان خپل امنیت گڼي " ښاغلی جمهور رئیس! زه تاته ډاډ درکوم، چې پاکستان د چین امنیت خپل امنیت بولي. موږ به په گډه د ترهگرۍ د خطرسره جگړه کوو. په دې برخه کې زموږ مشترکې هڅې بریالۍ وې خو موږ باید هدف ته د رسیدلو د پاره دغه هڅې باید لا گړندۍ کړو. "

شي جینپنگ پاکستان وهڅاوه چې په گاونډي هیواد افغانستان کې مثبت نقش ولوبوي او ډاډ ېېورکړ چې د افغانستان په ثبات کې به له دوی سره مرسته کوي " او موږ به د پاکستان سره په دې کار وکړو چې په افغانستان کې د بیا پخلاینې او د انتقالبهیر اسانه اوعملي کړي."

رسمي نه دي ویل شوي خو په په رسنیو کې راغلي دي چې چین په پاکستان باندې د اتو اوبتلونو د خرڅولو په وروستیو ټکیو غور کوي. د شي جینپنگ په سفر کې په ډاگه نه شوه خو ویل کیږي چې د څلور یا پنځه میلیارد ډالرو تړون دی او نواز شریف دا وویل چې پاکستان د چین سره لا ډیره غښتلې پوځي همکاري غواړي.

اقتصادي دهلیز

د چین او پاکستان اقتصادي دهلېز پروژې چې ۴٦ میلیارد ډالر به پرې لگیږي، د چین له شمال لویدیځ سنکیانگ د سیمې له مرکز کاشغر څخه نیولې د بلوچستان د گوادر تر بندره نل لیکه، لوېه لاره، او د لارې په اوږدو کې صنعتي پارکونه جوړوي.

د چین دغه سرمایه گذاري به د متحده ایالاتو هغه لگښتونه تر شعاع لاندې کړې چې په تیره یوه لسیزه کې یې په پاکستان کې کړي دي، او د چین د هغه پلان برخه ده چې اوبو او وچې له لارې د منځني ختیځ او اروپا بازارونو ته د وریښمو پخوانۍ لار راژوندۍ کړي.

د اقتصادي دهلیز د عملي کیدو په اړه اندیښنه هم شته، ځکه چې دا لار له بلوچستان څخه تیریږي او هلته بیلتون غوښتونکې د پاکستان سرهد ازادۍ جگړه کوي.

همدې موضوع ته د پام را اړولو په خاطر، وسله والو نن د سه شنبې په ورځ په گوادر کې د هوایي پروازونو کنترول ټاور په لاسي بمونو او اتومات وسلو وویشت.

XS
SM
MD
LG