د لاس رسي وړ اتصالات

ثنا بلوچ:د سبین محمود وژنه د آی اس ای د نه زغم څرګنده بېلګه ده


پخواني سناتور ثنا بلوچ د سبن محمود وژنه، د پاکستان د استخباراتي ادارې، آی اس ای د نه زغم څرګنده بېلګه یاده کړه.

پخواني سناتور ثنا بلوچ د سبن محمود وژنه، د پاکستان د استخباراتي ادارې، آی اس ای د نه زغم څرګنده بېلګه یاده کړه.

د پاکستان یو پخوانی سناتور ثنابلوچ وایي پاکستان هیچ چا ته اجازه نه ورکوي چې د بلوڅانو د وضعیت په هکله خبرې او فعالیت وکړي.

نوموړي دا څرګندونې په کراچۍ کې د بلوڅو د یوې فعالې سبین محمود له وژلو ورسته، امریکا غږ ته کولې.

سبین محمود د لادرکه بلوڅانو په اړه له یوې غونډې وروسته، د جمعې په ورځ کور ته پر لار د نامعلومه موټر سایکل سپرو په ډزو کې ووژل شوه، د بشري حقونو بېلا بېلو ډلو د هغې وژنه په کلکه وغندله.

پخواني سناتور ثنا بلوچ د امریکا غږ خبریال نزرانې یوسفزۍ ته په مرکې د سبن محمود وژنه، د پاکستان د استخباراتي ادارې، آی اس ای د نه زغم څرګنده بېلګه یاده کړه.

IKRAM

READY FOR AIR

DURATION

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایی چې ٧٥ فیصده نفوس د ملیریا د گواښ سره مخ دي

XS
SM
MD
LG