د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د نیپال سره ۹ میلیونه ډالره اضافي مرستې کوي


د شنبې د ورځې په زلزلې کې د څلورو زرو نه زیات خلک مړه شویدي

د شنبې د ورځې په زلزلې کې د څلورو زرو نه زیات خلک مړه شویدي

د بهرنیو چارو وزیر جان کیري وایي چې امریکا به د زلزلې ځپلي نیپال سره نهه میلیونه امریکایي ډالر اضافي مرستې وکړي.

پدې سره د امریکا د مرستو اندزاه لس میلیونه ډالره کیږي او ژمنه یې کړیده چې نورې مرستې به هم وکړي.

د نړیوالې پراختیا لپاره د امریکا د مرستو ادارې (USAID) په اعلامیې کې ویل شویدي چې دا پیسې به په نیپال کې د پلټنې او ژغورنې په عملیاتو مصرف شي، د بې کوره شویو خلکو لپاره به پرې سرپناوې جوړې شي او هم به خلکو ته د څښاک د پاکو اوبو په رسولو او د حفظ الصحې په برخې کې مصرف شي.

بل پلو د امریکا د دفاع وزارت وایي چې د نیپال په غوښتنې دوه بوینګ C-17 الوتکې او ۱۳۰کسان دغه هیواد ته استوي چې د ژغورنې په عملیاتو کې مرسته وکړي.

پنټاګان ویلي دي چې پدې الوتکو کې ۴۵ ټنه د ژغورنې سامان آلات بار دي او نن د سه شنبې په ورځ به یې دواړه کتمنتدو ته ورسیږي.

د پنټاګان د معلوماتو له مخې د امریکا د خاصو عملیاتو دوه ټیمونه همدا اوس د نیپال په پایتخت کتمندو کې دي او د ژغورنې په عملیاتو کې مرسته کوي.

د پنټاګان ویاند ډګروال سټیف وارن وایي ، د خاصو عملیاتو دا ځواکونه نیپال ته د روزنې لپاره تللي و خو کله چې ، هلته زلزله وشوه ، دغو ځواکونو هم د خلکو په ژغورنې کې همکاري پیل کړه. ډګروال وارن وایي:

" د دې ټیم ځیني غړي د رانټا په پارک کې د نیپال د پوځ سره مرسته کوي او د هغو خلکو لپاره خیمي لګوي چې کورونه یې په زلزلې کې تباه شویدي. د ټیم ځیني غړي بیا د روغتیا په برخې کې په مسلکي لحاظ روزل شویدي او هغوي د نیپال د پوځ سره په ګډه د ژوبل شویو خلکو درملنه کوي. "

د معلوماتو له مخې په نیپال کې د شنبې د ورځې په شدیدې زلزلې کې شاوخوا څلور زره مړه شویدي او زرګونه نور ژوبل دي. د چارواکو پر وینا ښایي د مړو او ژوبل شویو کسانو شمیر نور هم زیات شي ځکه چې لا هم ډیر خلک د خاورو خزلو لاندې پټ دي.

XS
SM
MD
LG