د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا عراقي سنیانو او کردانو سره په کومک غور کوي


.
.

د امریکا د استاځو مجلس په یوې قانوني لایحې باندي غور کوي چې د کردانو پېشمرگه او هغو سني قواو ته چې په عراق کې د اسلامي دولت ډله د مبارزینو سره په جگړو اخته دي، مستقیما پیسې ورکړي.

د پیشنهاد په اساس به د هغو ٧١٥ ملیون ډالرو نه چې د عراقي قواو د روزني او وسله وال کولو د پاره ټاکل شوي دي ١٧٩ ملیون ډالره دغي گډي قوې ته اختصاص کړای شي. هغوی به دغه راز د هغو تقریبا ٥٣٦ ملیون ډالرو اضافي پیسو نه د ٦٠ فیصد څخه یې هم په داسي حال کې استفاده کولای شي چې د عراق حکومت د سیاسي روغي جوړي په اړه خاص شرطونه پوره نه کړای شي چې په هغو کې په حکومتي چارو کې کردي او سني عراقیانو ته زیاته ونډه ورکول هم شامل دي.

امریکا په دې غور کوي چې د کردانو پېشمرگه او هغو سني قواو ته چې په عراق کې د اسلامي دولت ډلې د مبارزینو سره په جگړو اخته دي، مستقیا پیسې ورکړي.
امریکا په دې غور کوي چې د کردانو پېشمرگه او هغو سني قواو ته چې په عراق کې د اسلامي دولت ډلې د مبارزینو سره په جگړو اخته دي، مستقیا پیسې ورکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت نطاقي ( ماري هارف) د پنجشنبې په ورځ وویل چې دغه اوسنۍ لایحه د امریکا د حکومت پالیسي نه منعکسوي چې هغه دا ده چې د وسلو د انتقال ټولي چاري باید د عراق د مرکزي حکومت له لاري ترسره شي. هغې دا دلیل راوړ چې مرکزي واک اختیار د اسلامي دولت د ډلي سره د جگړې کولو تر ټولو ښه لار ده او د متحد، فډرالي او دیموکراتیک عراق د پرمختگ لپاره گټوردی.

د عراق د پارلمان د بهرنیو اړیکو د کمیټې غړي ( ریناس جانو محمد) د امریکا د کانگرس د دې لایحې ملاتړ وکړ او ویې ویل چې « د دې لایحې هدف دادی چې د داعش په مقابل کې په جگړه کې په عراق کې دننه د قوې پرتله وساتل شي او دا د عراق د ویشلو دپاره نه ده.»

شیعه ملا ( مقتدا الصدر) گواښ وکړ چې که دا لایحه منظور شي نوپه عراق کې به د امریکا په گټو باندي حملې وکړي.
شیعه ملا ( مقتدا الصدر) گواښ وکړ چې که دا لایحه منظور شي نوپه عراق کې به د امریکا په گټو باندي حملې وکړي.

مگر شیعه ملا ( مقتدا الصدر) گواښ وکړ چې که دا لایحه منظور شي نو په عراق کې به د امریکا په گټو باندي حملې وکړي.

هغه په یوه بیانیه کې چې په خپله ویبپاڼه کې یې خپره کړه وویل چې « د امریکا د کانگرس له خوا د دې لایحې د منظوریدو په صورت کې به موږ مجبور یو چې پر خپلي اردو باندي لگیدلی بندیز لیري کړو او په عراق او حتی په نورو هیوادونو کې د امریکا گټي په نښه کړو.»

XS
SM
MD
LG