د لاس رسي وړ اتصالات

ملالۍ شینواري:یو طالب مشر زما په خبرو وژړل


د افغانستان د پارلمان مخکنۍ غړې ملالۍ شېنوارې وايي د قطر په کنفرانس کې یې، چې افغان لوري له طالب استازو سره په کې غیر رسمي خبرې وکړې، د یوې مدنې فعالې په توګه برخه اخیسته وه.

دا وايي د نورو موضوعګانو ترڅنګ، چې کله دې د افغان ښځو د بد وضعیت په اړه خبرې کولې، د طالبانو یو مشر په ژړا شو.

اغلې شینوارې وايي چې د قطر په غونډه کې طالبانو او افغان لوري خپل دریځونه یو بل ته تشریح کړل او دواړو په ډیر صمیمانه فضا کې سره خبرې وکړې.

ملالۍ شینواري وايي چې د دې خبرو معنی دا نه ده چې گني طالب په واک کې راځي او افغان حکومت به يې تابع کیږي، بلکې دا به دولت کې طالبانو ته د رول ورکولو دپاره یو د نظر ورکولو غونډه وه چې مختلفو شخصیتونو په کې گډون کړې و.

please wait

No media source currently available

0:00 0:06:57 0:00

XS
SM
MD
LG