د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما:له داعش نه د رمادي په بیا نیولو کې له عراق سره یو


ښاغلي اوباما دا څرگندونې داسې مهال کوي چې د عراق حکومتي قواوې او شیعه ملېشې د رمادي د بیا نیولو لپاره ځانونه برابروي.
ښاغلي اوباما دا څرگندونې داسې مهال کوي چې د عراق حکومتي قواوې او شیعه ملېشې د رمادي د بیا نیولو لپاره ځانونه برابروي.

د امرېکا جمهور رئیس بارک اوباما یو وارې بیا د عراق د صدراعظم حیدرالعبادي پر ملاتړ تاکید کړی دی او وايي چې د لویدیځ ښار رمادي د بېرته نیولو لپاره یې د نظامي عملیاتو د پېل کولو په اړه د وروستۍ پرېکړې هرکلی کوي.

ښاغلي اوباما دا څرگندونې په داسې حال کې کوي چې د رمادي په شاوخو کې د عراق حکومتي قواوې او شیعه ملېشې ټولې شوې او پر دغه برید ته ځان برابروي.

د عراق پوځ او ملېشو وکولی شول چې له اسلامي دولت نه د تکریت ښار ونیسي خو، د پنټاگون ویاند ډگروال سټیو وارن د سی شنبی په ورځ خبریالانو ته وویل چې دا ځلې به درمادي بېرته نیول خورا گران وي ځکه چې عراقي قواو د دغه ښار نه د تښتې پرمهال ډېرې زېاتې امریکايي وسلې پرېښي دي.

د اسلامی دولت وسله والو د رمادي ښار له څو ورځو جگړو وروسته د عراقي قواو نه ونیوه او چارواکي واېې چې ٥٠٠ کسان په دغو جگړو کی وژل شوي دي.

د داعش پرضد نوې ستراتیژۍ ته اړتیا ده

تر دې مخکې،د امریکا د کانګرس د استازو د جرګې رئیس په ولسمشر اوباما غږ کړی چې کانګرس ته دې په عراق او سوریې کې د اسلامي دولت د ډلې په ضد د پوځې قوې د استعمال لپاره نوې لایحه واستوي.

د کانګرس د استازو د جرګې رئیس جان بینر د هغو منتقدینو په کتار کې شامل شو چې وايي د اوباما اداره د اسلامي دولت د ډلې د ماتولو لپاره یوه نوې هراړخیزې ستراتیژۍ ته اړتیا لري.

ښاغلي بینر وویل چې د عراق د رمادي په ښار کې د اسلامي دولت د ډلې وروستي پرمختګونه ښيي چې «هیله ستراتیژي نه ده.»

د امریکا د استازو د جرګې رئیس زیاته کړه چې ولسمشر ته د قوې د استعمال د اجازې د ورکولو کومه غوښتنه چې ولسمشر اوباما کانګرس ته استولې ده په حقیقت کې په دې برخې کې د اوباما صلاحیت لا کموي.

هغه وویل «د دغه لپاره، په ساده ټکو کې، ولسمشر باید د قوې د استعمال د صلاحیتونو په اړه خپله غوښتنه بیرته واخلي او یوه بله لایحه [کانګرس] ته واستوي.»

کله چې د ښاغلي بینر نه پوښتنه وشوه چې آیا کانګرس باید د جنګ د اعلانولو خپل مسولیت، چې د امریکا اساسي قانون ورکړی دی، بیرته وانخلي؟ نو هغه یې په ځواب کې وویل چې په یو وخت کې یو کس د وسله والو قواوو سرقوماندان وي او هغه ولسمشر دی.

د غصې نه ډک ځواب

د سپینې ماڼۍ ویاند جاش ارنست، په خپل ورځني خبرې کنفرانس کې د بینر د خبرو په ځواب کې د غصې نه ډک عکس العمل وښود.

هغه وویل چې ولسمشر او د سپینې ماڼۍ کارکوونکو د هغه لایحې د متن په اړه چې کانګرس ته استول شوې ده د کانګرس د غړو سره په لسګونو مجلسونه وکړل.

ارنیست وویل چې بینر د بهانې پسې ګرځي چې په دې اړه اقدام و نه کړي. هغه وویل: «یوه وخت خو باید چې دا د استازو د جرګې رئیس وي چې خپله دنده سره ته ورسوي او د کانګرس غړي خپلې دندې سرته ورسوي. موږ په حقیقت کې و نه لیدل چې د کانګرس غړي، او د استازو د جرګې رئیس دې، کله چې د خاصو موضوعاتو خبره راځي، خپله دنده سرته ورسوي.»

د سپینې ماڼۍ د ویاند څخه د ولسمشر اوباما پر ستراتیژۍ، چې د اسلامي دولت د ډلې د ماتولو لپاره یې طرحه کړې ده، د رمادي په ښار کې د اسلامي دولت د ډلې د ورستیو پرمختګونو د اغیزو په اړه یو شمیر پوښتنې وشوي.

ښاغلي ارنیست دا ومنله چې ولسمشر اوباما او د هغه د ملي امنیت ټیم په متواتره توګه د خپلې ستراتیژۍ جاج اخلي، خو هغه وویل چې په عمومياتو کې د اسلامي دولت د ډلې د ماتولو لپاره د امریکا ستراتیژي کار کوي.

د امریکا د استازو په جرګې کې د استخباراتو د کمیتې دیموکرات غړي، آډم سکېف د ښاغلي بینر د خبرو په عکس العمل کې وویل چې دی «زیات مایوسه» شوی دی چې بینر د جګړې د اجازې د ورکولو په تړاو د خپل «مسولیت څخه منصرفه» شوی دی.

د کانګرس ځینو غړو هم د جګړې لپاره د اجازې د غوښتولو په تړاو د ولسمشر لخوا په استول شوي لایحې انتقاد کړی دی. د کانګرس دغو غړو، د بینر په شان، ویلي دي چې استول شوې لایحه ولسمشر ته کافي قدرت نه ورکوي چې د اسلامي دولت په ضد جګړه وکړي.

ځینې نور بیا دا خبره کوي چې وړاندې شوې لایحه ولسمشر ته آزادي ورکوي چې په منځني ختیځ کې امریکايي ځواکونه په یوې بلې جګرې کې ګرفتار کړي.

د چارو کارپوهان وايي چې داسې معلومیږي چې کانګرس دې ته زړه نه ښه کوي چې په عراق او سوریې کې د عملیاتو لپاره د چوکاټ په برابرولو کې ځان اخته کړي، دا ځکه چې که له یوې خوا امریکایان د اسلامي دولت د ډلې په اړه تشویش لري خو له بلې خوا بیا امریکایان په عراق او افغانستان کې د کلنو جګړو نه ستومانه شوي دي.

XS
SM
MD
LG