د لاس رسي وړ اتصالات

د اوباما د تویټر پاڼه د نړیوالو ریکاردونو په کتاب کې ثبت شوه


د ټویټر دغې پاڼې په څه کم څلور ورځو کې نژدې درې میلیونه پلویان پیدا کړي دي
د ټویټر دغې پاڼې په څه کم څلور ورځو کې نژدې درې میلیونه پلویان پیدا کړي دي

وروسته له هغې چې د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر باراک اوباما د @POTUS یا د امریکا د متحده ایالاتو د ولسمشر په نامه په ټوټیر کې یوه نوې پاڼه پرانستله په څه کم پنځه ساعتونو کې د تعقیبوونکو شمیر له یو میلیون څخه واوښت. اوس د څلورو ورځو په تیریدو سره د هغه د پاڼې د تعقیب کوونکو شمیر دوه میلیونه ٢٧٠ زره تنه شوی دی.

د ښاغلي اوباما ټویټر د یوې په پاڼې په توگه چې په ډیر کم وخت کې یې یو میلیون کسان راجذب کړل په نړیوالو ریکارډونو کې ثبت شوه. له دې دمخه د رابرت داوني جونیر، نوم په دې نړیوال کتاب کې ثبت و چې د هغه د ټویټر پاڼه د ٢٠١۴ کال په اپریل کې په څه کم ٢۴ ساعتونو کې څه دپاسه یو میلیون کسانو تعقیب کړې وه.

سپینې ماڼۍ ویلي دي د @POTUS ټویټونه چې د متحده ایالاتو د ولسمشر مخفف دی، پخپله ولسمشر اوباما لیکي.

په خپله ټویټر پاڼه @POTUS کې ښاغلي اوباما لومړنی پیغام په سپینه ماڼۍ کې د خپل آیفون له لارې ولیکه. په دې پیغام کې لیکل شوي وو چې "سلام، ټویټر! زه باراک یم. واقعاً! وروسته له شپږو کلونو څخه، بالاخره هغوی زما پاڼه راته راکړه."

ولسمشر اوباما د لومړني پیغام د لیکلو پر وخت
please wait

No media source currently available

0:00 0:00:27 0:00

د امریکا د متحده ایالاتو پخوانی ولسمشر بل کلنتن، ښاغلي اوباما ته د خپل ټویټر (@billclinton.) څخه دغه پیغام واستوه " @POTUS! ټویټر ته ښه راعلئ، یوه پوښتنه: آیا ددې پاڼې نوم د سپینې ماڼۍ د استفادې لپاره پاته کیږي."

ښاغلي کلنتن د #askingforafriend هشتگ له لارې خپلې میرمنې هیلري کلنتن ته اشاره کړې ده چې د ٢٠١٦ کال د امریکا د جمهوري ریاست انتخاباتو ته نومانده شوې ده.

په ځواب کې ښاغلي اوباما لیکلي دي "ښه پوښتنه @billclinton. دا به د سپینې ماڼئ لپاره وي. داسې څوک پیژنې چې د @FLOTUS په نامه پاڼې ته مینه وال وي؟" FLOTUS د امریکا د متحده ایالاتو د لومړۍ میرمنې مخفف دی.

سپینې ماڼۍ د White House په بلاگ کې لیکلي دي چې د @POTUS د ټویټر پاڼه به د نوي تگلارې په توگه وکارول شي تر څو ولسمشر اوباما په مستقیمه توگه د امریکا له خلکو سره په تماس کې اوسي.

په دې بلاگ کې راغلي دي چې ښاغلی اوباما ژمن دی چې خپل حکومت په تاریخ کې د تر ټولو د خلاصې دروازې او او د ولس سره د نژدې اړیکو لرونکي حکومت په توگه ثبت کړي.

له دې څخه دمخه ولسمشر اوباما د @BarackObama په نامه پاڼې له لارې ټویټ کاوه چې د جمهور رئیس د مخکني انتخاباتي کمپاین له خوا یې مدیریت کیده. د ښاغلي اوباما پیغامونه د سپینې ماڼۍ په ټویټر @WhiteHouse کې هم خپریدل چې زیاتره پیغامونه یې د سپینې ماڼۍ کارکوونکو لیکل، خو که ولسمشر پخپله پیغام ولیکي د هغه په پای کې به د “BO” علامه لیکي.

د ښاغلي اوباما @BarackObama د نړۍ د نفوذ لرونکو مشرانو په ډله کې یو د زیاتو پلویانو لرونکو پاڼو څخه دی چې ۵۹ میلیون او ۴۰۰ زره خلک یې تعقیبوي.

د روسېی د ولسمشر ولایمیر پوتین رسمی ټویټر @PutinRF_Eng چې په انگلیسي ژبه ټویټ کوي، شاو خوا ۲۵۰ زره تنه پلویان لري.

په آسیا کې د هند د صدراعظم نرندرا مودي ټویټر @narendramodi څه دپاسه ١٢ میلیونه او ۴۰۰ زره تنه پلویان لري.

په اروپا کې د برتانیې د صدراعظم دیوید کمرون Number10gov@ له نورو څخه زیات پلویان لري چې شمیر درې میلیونه او ۲۵۰ زرو ته رسیږي.

په منځني ختیځ کې د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردغان ټویټر @RT_Erdogan څه دپاسه شپږ میلیونه او ۴۰۰ زره او د د دوبۍ د امیر شیخ محمد بن راشد آل مکتوم ټویټر @HHShkMohd څه دپاسه څلور میلیونه پلویان لري.

XS
SM
MD
LG