د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان:نړیوالې مرستندویه ټولنې بهرنۍ تګلاره پرمخ وړي


پاکستاني چارواکو د پنجشنبې په ورځ دسېف د چیلډرن په نامه د مرستي د نړۍ والي مؤسسې دفترونه وتړل او ځینې نوری نړیوالې مرستندویه مؤسسې ېې په دی تورنی کړی چې په بهرنۍ ایجنډا باندی کوي.

د پاکستان د کورینو چارووزیرچوهدري نثارعلي خان د جمعي په ورځ په څو مرستندویو مؤسسو باندي دا تور ولگاوه چې په دولتي ضد فعالعیتونو کې را ښکېلي دي.

چوهدری نثارعلي خان واېې، چې هېواد یی ددی ثبوتونه لری چې ځینې محلی موسسي بهرینې پیسی اخلي او د بهرنیانو د ایجنډا دپاره کار کوي.

هغه په ځینو نړیوالو مؤسسو باندي دا تورهم تور ولگاوه چې د هیواد قانون ماتوي او هغه مقرارات ماتوي چې د هغو له لاری دوی راجسټر شوي او د کار کولو اجازه ورکړل شويده.
د پنجشنبې په ورځ حکومتي چارواکي چې پولیس ورسره ملگري وو په اسلام آباد کې د سېف د چیلډرن د مؤسسې دفتر ته هغه وخت ورغلل چې د دفتر د کار وخت ختم شوي و اود دغه دفتر دروازې ته یې قلف واچاوه.

د پاکستان دحکومت یوه لوړپوړي چارواکي( کامران چیمه) د فرانسې خبري آژانس ته وویل، چې موږ د ماشومانو د ژغورني یا سېف د چیلډرن د مؤسسې دفتر د پاکستان د حکومت په امر وتاړه.

چیمه وویل، چې موږ د دې امر په علتونو نه پوهیږو. موږ ته د کورنیو چارو د وزارت له خوا په درو کرښو کې یو یادداشت را ورسید چې په هغه کې ویل شوي وو چې دغه دفتر باید وتړل سي او د هغه ټول خارجي کارکونکي او مامورین باید په ١٥ ورځو کې خپلو هیوادونو ته واستول سي.
دغي مؤسسې په کلکه دغه تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې هیڅ غلط کار یې نه دی کړی. په پاکستان کې ددغي مؤسسی ویاند سعید احمد وویل، چې دغه مؤسسه هیڅ ډول پټ اهداف نه لری.

،،موږ د پاکستاني ټولنو سره مرسته کوو،د پاکستان دحکومت په همکارۍ د ماشومانود روغتیا اوزده کړو په چارو کې دهغوی سره مرسته کوو،،.

سیف د چیلډرن موسسه په پاکستان کې د تیرو ٣٥ کالو راهیسي کار کوي، خو له هغه وخت راپدې خوا چې امریکا په پاکستان کې په پوځي عملیاتو کې اسامه بن لادن وواژه، دغه موسسه د مشکلاتو سره مخ شوي ده.

د پاکستان داستخبارتو یو راپور وایی، چې سیف د چیلډرن موسسي د شکلیل افریدی سره اړیکې درلودی . ښکلیل افریدی هغه پاکستاني ډاکټر دی، چې په دی تورن دی چې د امریکا د استخباراتو (سي، آي ،آي) لخوا په دی گمارل شوي و چې اسامه بن لادن پیدا کړي. مگر دغي موسسي د ښکلیل افريدی سره د هر ډول اړیکو لرل رد کړي دی.

او پاکستان د هغه وخت راهیسي بهرنیو مرستندوی ډلو ته د شک په سترگه گوري.

XS
SM
MD
LG