د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان: افغانستان ته مو د طالبانو د سپارلو ژمنه نده کړې


پاکستان وایي واک ته د ولسمشر اشرف غني تر رسیدو راپدیخوا د دواړو هیوادونو اړیکې ډیرې ښې شویدي

پاکستان وایي واک ته د ولسمشر اشرف غني تر رسیدو راپدیخوا د دواړو هیوادونو اړیکې ډیرې ښې شویدي

پاکستان وایي د افغانستان سره یې دا ژمنه نده کړې چې د طالبانو مشران به نیسي او د سولې د خبرو لپاره به یې افغانستان ته سپاري. د بهرنۍ پالیسۍ په چارو کې د پاکستان د صدراعظم خاص سلاکار طارق فاطمي د افغانستان او پاکستان د استخباراتي اداور تر منځ د تفاهم لیک دفاع وکړه.

دغه چارواکي وایي چې دا تفاهم لیک د تروریزم سره د ګډې مبارزې لپاره ډیر مهم دی. هغه پدې ټینګار کوي چې د افغانستان سره اړیکې په سم لورې روانې دي. دی وایي د دواړو هیوادونو مشرانو هوډ کړی چې پدې برخې کې به نور مثبت ګامونه هم اخلي.
ښاغلي فاطمي چې د پاکستان په دولتې ادارې، د ستراتیژیکو مطالعاتو په انسټیټوټ کې یې د چارو کارپوهانو ، څیړونکو، حکومتي چارواکو او د بهرنیو هیوادونو دیپلوماتانوته معلومات ورکول، وویل چې " پاکستان د افغانستان په برخې کې پخپلې تګلارې کې غټ بدلونونه راوستې دي. او اوس په افغانستان کې هغه تګلاره نه تعقیبوي چې پخوا یې درلوده." ښاغلي فاطمي پدې اړه نور جزیات ورنکړل.

افغانان د پخوا نه د پاکستان په پوځ دا شک لري چې په پټه د طالبانو ملاتړ کوي او هم یې د طالبانو مشرانو ته دننه په پاکستان کې د پټیدو ځای ورکړی. خو ښاغلی فاطمي پدې ټینګار کوي چې پاکستان په افغانستان کې د طالبانو تشدد تروریزم ګني او هغه یې غندلی دی او اراده لري چې هغو ډلو ته به په پاکستان کې د پټیدو ځای نه ورکوي چې د ګاونډیو هیوادونو ثبات او امنیت خرابوي.

د صدراعظم نواز شریف دغه خاص سلاکار پخپلو خبرو کې د افغانانو هغه آوازې هم رد کړلې چې ګواکې د اسلام آباد د دریز نرمښت د هغې ژمنې پر اساس ده چې د افغانستان سره یې کړیده او وایي چې پاکستان دې په طالبانو د خپل اثر او رسوخ نه ګټه واخلي او هغوي دې د سولې خبرو ته حاضر کړي.

فاطمي وایي پاکستان د افغانستان د روغې جوړې په هلو ځلو کې ډیر جزوي نقش ادا کولی شي " پاکستان پدې برخې کې هیڅ هم نشي کولی او نه یې هم کومه ژمنه کړیده. مونږ یوازې په افغانستان کې د روغې جوړې د هدف د مشهوره کیدو لپاره خدمت کولی شو. مونږ پخوا په طالبانو اثر او رسوخ درلود او ښایي اوس به یې هم څه ناڅه ولرو خو البته پدې موقف کې نه یو چې هغوي ونیسو او خبرو ته یې حاضر کړو. مونږ هیڅ داسې ژمنه نده کړه ځکه چې مونږ هیڅ داسې کوم خیال نلرو. "

فاطمي وایي چې د افغانستان او پاکستان جګپوړو سیاسي ، پوځي او د استخباراتو مشرانو پدې تیرو څو میاشتو کې د تروریزم سره د مبارزې د همکارۍ د پراخه کیدو په خاطر ګڼ شمیر سفرونه درلودل. هغه وایي چې د دواړو هیوادونو د استخباراتي ادارو تر منځ تفاهم لیک د اړیکو د بهتره کیدو یوه نمونه ده.

طارق فاطمي دا مني چې د دې تفاهم لیک په خاطر دننه په افغانستان کې په ولسمشر اشرف غني فشار زیات شویدی خو زیاتوي چې دا تړون په سیمې کې د تروریستي ډلو په خلاف د موثرې مبارزې لپاره ډیر مهم دی.

هغه وایي " دواړو خواوو پدې موافقه کړیده چې استخباراتي معلومات به سمدستي د یو بل سره شریکوي او هم به د سخت دریزه او تروریستي ډلو په خلاف اقدامات هماهنګ کوي. که چیرته د دواړو هیوادونو استخباراتي ادارې موافقه ونلري، او د فعالیتونو لپاره یو چوکاټ موجود نه وي،دغه ډول اقدامات نشي کیدلی. "

د افغانستان د پارلیمان غړیو، سیاسي مخالفینو او مطبوعاتو د ولسمشر اشرف غني نه غوښتي دي چې د پاکستان سره دې دا تړون ژر تر ژره لغوه کړي . فاطمي پدې اړه څه ونه ویل خو زیاته یې کړه چې د ښاغلي غني په راتګ سره د دواړو هیوادونو اړیکې ډیرې ښې شویدي.

" مونږ هغه ته زیات درناوی لرو او تر وروستي بریده به هڅه وکړو چې د ولسمشر اشرف غني او د هغه د حکومت سره خپلې اړیکې قوي کړو. او د دواړو هیوادونو تر منځ ګټوره همکاري رامنځته کړو. "

XS
SM
MD
LG