د لاس رسي وړ اتصالات

ولي په امریکا کې شخصي وسلې نشي کنټړولیدای؟


په امریکا کې د وسلو په واسطه وروستی تشدد واشنګټن یوځل بیا دې ته مجبوروي چې د وسلو د کنټرول پر مسلې باندې چې په دې هېواد کې په ډيرې آسانۍ سره ترلاسه کیدای شي، بیا غور وکړي.

د امریکا اساسي قانون امریکايي اتباعو ته د وسلو د ګرځولو حق ورکوي. د جنوبي کرولینا ایالت د چارلسټن د ښار وروستي برید چې په یوې کلیسا کې یوه سپین پوستي امریکايي ۹ تورپوستي امریکایان ووژل، په دې ملک کې د وسلو د کنټرول په هلکه یو ملي بحث بیا راوپاروی. تراوسه پوري د وسلو د ساتلو مدافعین د وسلود کنټرول په دې ملي بحث کې تل وړونکي وي.

د جنوبي کورلینا د چارلسټن د ښار ښاروال جوسف ریلې د رامنځ ته شوې پیښې له امله خواشیني څرګنده کړه او داسې یې وویل "زمونږ ټولو ترمنځ یوه خبره مشترکه ده هغه دا چې زمونږ زړونه مات شوي دي."

ریپوټونه وايي چې د کلیسا مشکوک برید کونکي ډیلان روف ته چې یو بې ثباته ځوان و، د روان کال په پیل کې د خپل پلار له خوا د روف په سالګرې کې د تحفې په ډول توپک ورکړل شوی و.

اوباما: مونږ د ستونزې سره مخ یو

په عین حال کې ولسمشر اوباما وايي چې امریکا د یوې داسې ستونزې سره مخ ده چې باید چاره یې وکړي. هغه داسې وايي "هر هیواد خشن، د کرکې ډک او د ذهني لحاظه بې ثباته خلګ لري. هغه څه چې په امریکا کې د نورو ملکونو په پرتله تفاوت لري هغه دا دي چې په نورو هېوادونو کې خلګ وسلو ته په دومره آسانۍ سره لاس رسی نلري. بنا زه داسي نه شم فرض کولای چې ګوني دا نوی نورمال حالت دی."

د وسلو مسله د امریکا د جمهوري ریاست د راتلونکي کال په سیالۍ کې دمخه لا مطرح شوې ده.

ديموکراتې کاندیدې هیلري کلینټن وویل چې د چارلسټن د ښار غمیزه د کنیتیکیت ښار پر یوه ابتدايي ښوونځي باندې د برید او د کولورادو ایالت په یوه ښار کې پر یوې سینما باندې د وسلوال برید نه وروسته رامنځ شوه.

میرمن کلینټن داسې وویل "مونږ باید د ځینو سختو حقایقو سره مخ شو چې په کښي د نژاد، تشدد، وسلو او بې اتفاقۍ مسلې شاملې دي. زمونږ د هېواد د ماشومانو څخه نیولې د کلیسا تر غړو او نورو عادي خلګو پوري چې سینماګانو ته ځي، څومره نور خلګ باید ووژل شي ترڅو مونږ په یوه اقدام باندې لاس پوري کړو؟"

د امریکا د وسلو د ساتلو د حقوقو ستر مدافع سازمان چې د وسلو ملي سازمان ( یا ان آر اې) یادیږي، پر خپل دریځ ولاړ دی. ددې سازمان مشر واین لپیري داسې وايي "مونږ به خپل راتلونکی ستر ولسمشر وټاکو خو هغه به هلیري رودهم کلینټن نه وي."

د ان آر اې سیاسي نفوذ دومره زیات دی چې مشهور جمهوري غوښتونکي ددې سازمان په کلنۍ غونډې کې د وینا دپاره په لین کې ولاړ وي. سږ کال د فلوریډا پخواني والي جیب بوش چې اوس یې ځان د ولسمشرۍ دپاره کاندید کړی دی ددې سازمان په کلنۍ غونډه کې داسې وویل "زه د ولسمشر اوباما حکومت ته یو پیغام لرم هغه دا چې ولي تاسې پر دې تمرکز نه کویْ چې د اسلامي ترهګرو لاس ته وسله ورونه لوېږي تر دې چې قانون ته پر تابع امریکایانو باندې تمرکز کویْ چې وسلې یې د لاسه څخه وباسیْ؟"

په امریکا کې د نفوس برابر وسلې

د امریکا اساسي قانون امریکایانو ته اجازه ورکوي چې وسلې وساتي او تقریبا امریکا د نفوس پر اساس شخصي وسلې لري یعنی تقریبا هره امریکايي تبعه وسله لري. دوه کاله مخکي د امریکا د مشرانو جرګې یا سنا هڅه وکړه چې د وسلو رانیونکي مخکي له دې نه چې وسله رانیسي یوه پلا چک او وڅیړل شي خو دغه لایحه په سنا کې ناکامه شوه او کافي رایې یې ونه ګټلې.

ولسمشر اوباما وویل چې دغه راز اقدامات چې د وسلو رانیول تریوه حده کنټرول شي، په سیاسي لحاظ خطرناکه اقدامات دي خو یو ورځ به دغه اقدامات پلویان پیدا کړي.

هغه داسې وویل "زه پوهېږم چې د اوسني عصر سیاست دې ته اجازه نه ورکوي چې د وسلو دمصونیت په برخه کې کومه جدي لایحه تصویب شي. خو زه غواړم دا واضیحا وویم چې زه لا مایوسه نه یم. زه یقین لرم چې یوه ورځ به مونږ بالاخره هغه څه چې ضرور دي هغه وکړو."

د یادونې وړ ده چې د چارلسټن پېښه وروستۍ د وسلو سره تړلی تشدد و چې رامنځ ته شو. ډیر لږ امریکایان په دې بارو دي چې دا پېښه به آخري او وروستۍ پېښه وي.

XS
SM
MD
LG