د لاس رسي وړ اتصالات

دابنز: د سولې په خبرو کې د ملاعمر ونډه مهمه ده


دابنز وايي که ملاعمر مړ شي نو د طالبانو تر منځ به سیالۍ راولاړې شي
دابنز وايي که ملاعمر مړ شي نو د طالبانو تر منځ به سیالۍ راولاړې شي

د پاکستان او افغانستان دپاره دامریکا پخواني استازي او د رینډکارپوریشن د څیړنیز مرکز کارپوه جیمز ډابنز د امریکا غږ اشنا تلویزون سره په مرکې کې له افغان حکومت سره د طالبانو د خبرو او پاکستان د ونډې په اړه خبرې وکړې.

ښاغلي ډابنز په افغانستان کې د سولې د بهیر په امکاناتو، د طالبانو د مشرانو او په ځانګړي ډول د ملاعمر د ونډې او دا چې پاکستان څنگه کولی شي طالبان د سولې خبرو ته کیښوي، خبري کړي دي.

جیمزډابنز وایې "زما په اند پاکستان غواړی د سولې بهیر پیل شي او دا هم غواړي چې طالبان په افغانستان کې سیاسي ډگر ته ورداخل شي او طالبان یو څه اغیز پکښي ولري په خاصه په هغو سیمو کې چې پاکستان ورسره سرحد لري او په افغانستان کې د هند د ممکن نفوذ په مقابل کې حایل واقع شی."

جیمزډابنز زیاته کړه "دا ضروري نه ده چې زه داسي وړاندیز کوم چې ملاعمر باید خوندي وساتل شي، خو زه داسی فکر کوم چې ملا عمر د طالبانو ترمنځ د اتحاد منبع ده. که هغه په طبیعي مرگ او په کوم بل ډول مړ شی...نو د طالبانو تر منځ به د مشر تابه سیالی وي، او د اسلامي دولت ډله به هم د واک نیولو هڅه وکړی."

له ښاغلي ډابنز سره بشپړه مرکه، دلته واورﺉ:

please wait

No media source currently available

0:00 0:06:30 0:00

XS
SM
MD
LG