د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د ښځو د فټبال نړیواله اتلولي وګټله


امریکا د دریم ځل لپاره د نړۍ د ښځو د فوټباله اتله شوه
امریکا د دریم ځل لپاره د نړۍ د ښځو د فوټباله اتله شوه

د فیفا د ښځو د فوټبال د نړېوال جام پایلوبه چې د کاناډا د وېنکوور په ښارکې د ېکشنبې په ورځ وشوه، امرېکا په کې جاپان ته پنځه د دوه په مقابل کې ماتې ورکړه.

امریکایی ټیم په داسې حال کې جاپان ته ماتې ورکړه چې دا هیواد تر اوسه د ښځو د فوټبال نړیوال اتل و.

په داسې حال کې چې د فوټبال ورزش په متحده ایالاتو کې د ودې په حال کې دی، د یکشنبې په شپه په سلگونو کسان د سپینې ماڼۍ بهر راټول شوي وو چې د جاپان په وړاندې د خپل هیواد د ښځو د فوټبال د ټیم د بریالیتوب خوشالي وکړي.

دا په داسې حال کې دي چې دامریکا د ښځو د فوټبال د ملي ټیم کیپتانې کارلي لویید په ځانته ځان په دې لوبه کې درې گولونه ووهل او یو گول خو یې د لوبې د میدان له نیمایي څخه وواهه. د امریکا د فوټبال ټیم په داسې حال کې پنځه د دوو په مقابل کې برایلیتوب ترلاسه کړ چې تر اوسه د ښځو د فوټبال د هیڅ یو نړیوال جام په وروستۍ لوبه کې له دوو گولونو څخه زیات نه دي وهلي.

ددې په زړه پورې لوبې یوه صحنه
ددې په زړه پورې لوبې یوه صحنه

د یکشنبې د ورځې په دې پایلوبه کې د اوه گولونو ترسره کیدل د ښځو دفوټبال په پایلوبه کې بیساري دي.

په دې بریالیتوب سره د امریکا د ښځو د فوټبال ټیم خپله هغه ماتې جبران کړه چې په ٢٠١١ کال کې یې په پایلوبه کې له جاپان څخه خوړلې وه.

په دې د امریکا د ښځو د فوټبال ټیم د دریم نړیوال جام په ترلاسه کولو سره ریکارډ ټینگ کړ.

XS
SM
MD
LG