د لاس رسي وړ اتصالات

مککین: طالبانو سره خبرې د پاکستان په گټه هم دي


افغانان د امریکا دوامداره مرستو ته اړتیا لری.
افغانان د امریکا دوامداره مرستو ته اړتیا لری.

د امریکا غږ آشنا تلویزیون د امریکا د سنا مجلس د پوځي کمیتې د رئیس جان مککین نه افغانستان ته د هغه د وروستني سفر، د ولسمشر اشرف غني سره د کتنې او د سیمې د حالاتو په هکله پوښتلي دي.

ښاغلي مک کین د طالبانو سره د خبرو په برخه کې او د اسلام آباد سره د نږدیوالي په اړه د جمهور رئیس غنی د هڅو د اغیزمنتیا په هکله وویل "مونږ هیله من یو، مونږ نه پوهیږو خو د پاکستان په وړاندې د جمهور رئیس غني تگلاره سم حرکت دی چې هیله من یو د پاکستان له لورې ورسره ورته چلند وشي، ځکه چې مونږ پوهیږو چې د پاکستان کورنی سیاست ډیر پیچلی دی، خو هیله من یو چې پاکستان د خبرو میز ته د طالبانو رابلل په پخله گټه وگڼي. زه د نتیجې په اړه خوشبین نه یم، خو زه فکر کوم چې دا مهمه ده چې له دغو هڅو څخه ددې شخړې د پای ته رسیدو لپاره کار واخیستل شي، خو دا هم د ویلو وړ دي چې که طالبان په دې باور وي چې متحده ایالات به په بشپړه توگه تر ٢٠١٧ کال پورې ووځي، دا یوې موافقې ته د هغوی د رسیدو علاقه راکموي، ځکه دوی فکر کوي چې بریالي کیږي."

سناتور مک کین ددې پوښتنې په ځواب کې چې هغه په افغانستان کې د امریکایي عسکرو د شمیر د کمولو په برخه کې کلک غبرگون درلود، پدې اړه یې د اوباما ادارې او د امریکا راتلونکي ادارې ته توصیه څه ده؟

هغه وایي "د ځواکونو شمیر د سیمې په حالاتو پورې اړه لري، تیر کال افغان امنیتي ځواکونو وښودله چې دوی له طالبانو سره جگړه کولای شي او هغوی ته یې ماتې ورکړي دي خو زیات تلفات یې هم درلودلي دي. نو باید د سیمې روانو حالاتو ته په کتو د امریکایي سرتیرو د شتون کچه به معلومه شي. لکه چې ومې ویل مونږ د هوایي ځواک مرستې، د ټپیانو انتقال، استخباراتي معلوماتو ته اړتیا لرو او هغوی روزنې او ځینو نورو وړتیاو ته ضرورت لري چې امریکا یې ورته برابرولی شي. که چیرته امریکایي عسکرو په افغانستان کې د سفارت ساتنې کچې ته راټیټ شي دا به ډیرې ناوړې پایلې ولري، لکه مونږ چې په عراق کې ولیدل."

دا چې ښاغلی مک کین د مرستو برابرولو ته څومره خوشبین دی، هغه وایي " نه پوهیږم، دې جمهور رئیس د حالاتو په هکله سم قضاوت نه دی کړی، لکه په عراق کې چې وشول. او همداسې یو وضیعت په افغانستان کې هم دی. مونږ تیره ورځ د دفاع د وزیر نه په استعماعیه غونډه کې واوریدل چې هغوی د اسلامي دولت د ډلې سره د جگړې لپاره یواځې شپیته کسان روزي. په داسې حال کې چې دغې ډلې سره د نړۍ د بیلابیلو هیوادونو څخه په زرگونو کسان په جگړې کې ملگرتیا کوي."

آیا تاسو د ممکنه امنیتي خلا له وجې په سیمه کې د اسلامي دولت له ډلې څخه د الهام اخیستونکو ډلو د قدرت پراختیا وینی که څنګه؟

ښاغلی مک کین وایي "داعش په تاوان کې نه بلکې په گټه کې دی، هغوی په موقتي توگه د کوباني په ځنو سیمو کې ستونزې درلودې، خو هغوی اوس هم د عراق دوهم ستر ښار موصل کنترولوي. هغوی حتی دننه په بغداد کې هم بریدونه کولی شي. نو هغه فکر چې جمهور رییس د پنټاګان د غونډې نه وروسته یاده کړه، او ویې ویل چې مونږ داعش ته ماتې ورکولي شو ، زما لپاره خیالي الفا‌ظ دي.

دا چی د افغانستان خلکو ته د ښاغلي مک کین پیغام څه، هغه وایي " د افغانستان خلکو د قربانۍ د ورکولو لپاره خپله زړه ورتیا او مینه څرګنده کړیده. افغان پوځیانو تیر کال د بل هر وخت نه زیاتې سرښندنې کړیدي. هغوي نه غواړي چی بیا پري طالبان واکمن شي. نو زما پیغام دا دی چې مونږ باید د افغان ولس زړه ورتیا وستایو. دوي وښودله چی طالبانو ته ماتې ورکولی شي. خو هغوي د امریکا دوامداره مرستو ته هم اړتیا لری."

XS
SM
MD
LG