د لاس رسي وړ اتصالات

د روغتیا مسولین:ناامنی د پولېو د رامنځته کیدو احتمال زیات کړی


د خوست روغتيايي مسوولين وايي، چې که څه هم په مجموع کې د پوليو پرضد مبارزه کې بريالي دي، خو په ځينو ناامنه سيمو کې د واکسين له کمپاين څخه نه څارنې، د دغه ويروسي ناروغۍ د رامنځته کېدو احتمال اندېښمن کړي دي.

پوړه د خوست ولایت د سپېرې ولسوالۍ اړوند ډيورنډ کرښې ته څېرمه پرته غرنۍ سيمه ده، چې افغان حکومت پرې پوره تسلط نه لري، زياتره اوسېدونکي يې وزيرستانيان دي، چې پخوا وختونو کې دلته راغلي دي.

د پوليو یا ګوزڼ واکسین روغتیایې کارکونکي وايي، چې د پوړه سیمې ډېری خلک ماشومانو ته د واکسين د تطبيق ښکاره مخالفت او مخنيوی کوي، ان تر دې، چې ځينې وختونه يې له رضاکارانو څخه د واکسين ډبې هم ماتې کړې دي.

د خوست لپاره د روغتيا نړيوال سازمان ولايتي مسوول ډاکټر رحمتخېل وايي، دغې سيمې ته د يوه مشخص سړي په لاس واکسين لېږي، خو اندېښنه يې دا ده، چې د تطبيق په اړه يې هيڅ معلومات نلري.

،،هلته موږ اوس يو کس لېږو او د هغه خولې ته منتظر وو، چې څومره ماشومانو ته واکسين ورکوي او څومره د رد پېښو لرو، د دغه کس رښتيا او درواغ هم نه معلومېږي. له خلکو سره دلايل څوک نشي ويلی،،.

ډاکټر رحمتخېل زياته کړه، چې د تقريبي ارقامو له مخې د پوړه په سيمه کې تر ۴ سوه زيات داسې ماشومان شته، چې عمرونه يې تر پنځه کلنۍ ښکته دي.

د يادې سيمې يو تن اوسېدونکي د نوم نه ښودلو په شرط وویل، چې عام خلک ندي ملامت، بلکې په پوړه سیمه کې د حکومت پوره تسلط نشته، نو ځکه يو شمېر طالب پلوه خلک پرې واک چلوي. هغه وویل،

،،علت يې طالبان دي، پاکستان کې نه ګورئ، چې پوليسو او طالبانو د همدې په سر سره اخيستي وي؟. عوامو ته خو دا معلومات نه کېږي، چې دا ګټه لري او که نه؟ په ښارونو کې يې طالبان نه پرېږي، بيا زموږ سيمې خو غرونه دي، هلت خو د حکومت واک نشته،،.

ځينې روغتيايي مسوولين بیا وایي ، چې څو کاله مخکې د دې سيمې ماشومان په پرلپسې توګه د پوليو او د نورو ساري ناروغيو له واکسين محروم پاتې شوي دي، ځکه هلته د طالبانو د شتون له امله د صحي رضاکارانو ورتګ نا ممکن و.

په داسې حال کې، چې يادې سيمې ته د عامه پوهاوي د ټیمونو ورتګ ناشونی ښکاري، خو د خوست د عامې روغتيا رئيس ډاکټرهدايت الله حميدي بیا پدې باور دی، چې هلته له واکسين سره د مخالفت ستونزه ترډېره هوارې شوې.

،،رښتيا هم مخکې د رد پېښې ډېرې وې، ځکه خلکو عامه پوهاوی نه درلود. خو موږ اوس هيله من يو، چې دوی اوس پر دې پوهېږي، چې واکسين د روغتيا لپاره دي، نه د بل څه لپاره،،.

تراوسه د حکومت هيڅ کومې وسله والې مخالفې ډلې په ياده سيمه کې له واکسين سره د مخالفت په تړاو کوم ښکاره څه نه دي ويلي.

دغه راز د دې ولايت په نورو سيمو کې هم په دې وروستيو کې د واکسين له تطبيق سره د وسله والو د مخالفت په اړه کوم راپور ندی ورکړل شوی.

  • 16x9 Image

    ابراهيم رحيمي

    ابراهيم رحيمي د خوست د شيخ زايد پوهنتون د ژورناليزم پوهنځی لوستی او د ژورناليزم په ډګر کې يوولس کاله تجربه لري. هغه د ۲۰۱۱ ميلادي کال راهيسې په جنوب ختيځ کې د امريکا غږ خبريال دی. دمخه يې د افغانستان دننه په يو شمېر رسنيو کې کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG