د لاس رسي وړ اتصالات

د هند او پاکستان په پوله ډزو کې مرگ ژوبله شوېده


هند او پاکستان په تیرو دوو ورځو کې په کشمیر کې د تازه حملو ملامتي په یو بل باندې اچولې ده. په دې حملو کې څو کسه وژل شوي دي.

پاکستان پرون د پنجشنبې په ورځ په هندي قواو باندي تور ولگاوه چې « بې موجبه » ډزې یې کړي او لږترلږه څلور ملکیان یې وژلي او څلور نور یې زخمي کړي دي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اسلام اباد کې د هند عالي کمیشنر ور وغوښت او په دې اړه یې « سخت احتجاج » ورته څرگند کړ چې په سرحدي او هوایي قلمرو باندي یې تیری شوی دی.

هند ویلي دي چې پاکستاني قواو د پنجشنبې په ورځ د سرحد نه د هند په خاوره کې ډزي کړي ، لږترلږه درې کلیوال یې زخمي کړي دي

هند ویلي دي چې پاکستاني قواو د پنجشنبې په ورځ د سرحد نه د هند په خاوره کې ډزي کړي ، لږترلږه درې کلیوال یې زخمي کړي دي

پاکستان ویلي دي چې عسکرو یې د چهارشنبې په ورځ د جاسوسۍ یوه بې پیلوټه الوتکه چې په غیر قانوني توگه د پاکستان هوایي قلمرو ته ننوتلې وه، را غورځولې ده. د هند اردو دا تور رد کړی دی.

له بلي خوا هند ویلي دي چې پاکستاني قواو د پنجشنبې په ورځ د سرحد نه د هند په خاوره کې ډزې کړې دي ، لږترلږه درې کلیوال یې زخمي کړي دي او د چهارشنبې په ورځ هم په کشمیر کې د پاکستاني عسکرو په ډزو کې یوه ښځه وژل شوې او نور دوه تنه زخمي شوي وو.

د هند حکومت هم په پاکستان باندي له دې کبله احتجاج کړی دی چې د اوربند نه یې څو څو ځله سرغړونه کړې ده.

XS
SM
MD
LG