د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا کې په نظامي تاسیساتو ډزو کې څلور عسکر وژل شوي


د امریکا د متحده ایالاتو د ټینسي ایالت کې په دوو پوځي تاسیساتو باندي په ډزو کې څلور تنه امریکایي عسکر وژل شوي دي، او برید کوونکی هم د چارواکو په وینا وژل شوی دی.

چارواکو ویلي دي چې د پولیسو د یو صاحب منصب په شمول په پیښه کې څو تنه زخمي شوي هم دي.

د قانون تطبیقولو منابعو ویلي دي چې بریدگر ٢۴ کلن محمد یوسف عبدالعزیز و. د ایف بي آی یوې منبع امریکا غږ ته ویلي دي چې هغه کویټی الاصل و او د امریکا تابعیت یې درلود.

چارواکو وویل چې دغه وسله وال سړي په یوه مارکیټ کې چې د اردو د پاره عسکر استخدامیدل د خپل موټر نه ډزي وکړې چې یو استخدام شوی عسکر په کې زخمي شو.

دغه وسله وال تقریبا لس کیلو متره نور واټن وواهه او د سمندري قواو د عملیاتو د ملاتړ مرکز ته یې ځان ورساوه او هلته یې هم بې دریغه ډزي وکړې او په دې ډزو کې یې څلور عسکر ووژل، او کله چې ډزي ختمي شوې نو برید کوونکی خپله هم مړ پروت و.

جمهورریس اوباما د ټینیسي د پیښې نه پس د فیدرالي استخباراتي ادارې ایف بي ای د مشر سره لیدلي دي.
جمهورریس اوباما د ټینیسي د پیښې نه پس د فیدرالي استخباراتي ادارې ایف بي ای د مشر سره لیدلي دي.

د دفاع وزارت د چارواکو له قوله ویل شوي دي چې د لومړنیو رپوټونو له مخي برید کوونکي د امنیتي کسانو په ډزو کې وژل شوی دی.

XS
SM
MD
LG