د لاس رسي وړ اتصالات

چېن وايي، د خپلو پیسو ارزښت نور نه راکموي


.
.

چین د خپلې کرنسۍ یو ون قیمت په تیرو دریو ورځو کې پرله پسې درې ځله راټیټ کړو، خو چې د نور نه راټیټولو اشاره ېې ورکړه، نو نړیوال بازار هم ورسره یو څه تقویت وموند. د چین مرکزي بانک د پنجشنبې په ورځ د یوون قیمت دومره راکم کړو چې یو ډالر د شپږ اعشاریه څلویښت یوون سره برابر شو.

د المان د یو بانک سرمایه گزار سټیفن شرفټر وايي چې المان د چین سره زیات تجارت لري، په تیره د وارداتو کچه ېې د نورو نه زیاته ده، نو دا چې چین خپله پیسه راټیټه کړې، نو زیات تاوان ېې هم المان ته رسیدلی دی.

هغه دا هم وايي چې دوي نه پوهیږي چې مخکې به څه کیږي. هغه وايي «دا ویل به مشکل وي چې ایا چین به خپله کرنسي قایمه وساتي که نه نوره به ېې هم راټیټه کړي. ځکه چې درې ورځې پرله پسې ېې دا کار کړیدی. نو د سبا هم څه باور نشته. که چرې چین همداسې خپله پیسه راټیټول جاري وساتي نو په مجموع کې به د نړۍ بازار او په خاص ډول د المان تجارت ته ستر تاوان ورسي.

داسې اوازې هم وې چې چین نیت لري چې خپله یون لس چنده نور هم راټیټ کړي.
داسې اوازې هم وې چې چین نیت لري چې خپله یون لس چنده نور هم راټیټ کړي.

د پنجشنبې په ورځ د چین د خلق بانک یو مامور د چین خبري اژانس سینهوا سره د خبرو په وخت ویلی دي چې د چین د یون د داخلي ارزښت او تجارتي ارزښت د یو ډول کولو دپاره چې کومې هڅې روانې کړې وې هغه سر ته رسیدلي دي.

داسې اوازې هم وې چې چین نیت لري چې خپله یوون لس چنده نور هم راټیټ کړي. خو د چین د مرکزي بانک مرستیال والي وویل چې دا اوازې د اوازو نه پرته بل څه نه دي.

د پنجشنبې په ورځ د اسیا په تجارتي بازارونو کې عروج او زوال روان و، خو کله چې چین مرکزي بانک ورته ډاډ ورکړ نو یو څه قوت ېې وموند. د چین د کرنسۍ د ارزښت کمیدو اغیزې د اسعارو په نړیوال بازار هم لیدل شوي.

زیات شمیر سرمایه گزاران وايي چې دوي سره دا تشویش دی چې چین غوندې د نړۍ دویم ستر اقتصاد لرونکی هیواد چې داسې مشکل لري نو سبا ته به څه کیږي؟.

داسې اندیښنې هم شته چې چین نه پس به نور ملکونه هم خپله کرنسي راټیټه کړي.، ځکه چې دوي د چین د صادراتو سره د چین د کرنسۍ په دې کم قیمت مقابله نشي کولی.

XS
SM
MD
LG