د لاس رسي وړ اتصالات

د واکسین په کمپاین بندیز کندهاریان اندیښمن کړي


د فرا په بالابلوک او د سرحد هغې غاړې ته د کوټې په پښتون اباد کې سیمه کې د پولیو د یوې نوي پېښي ترلیدل کیدو وروسته په کندهار کې دا اندېښنې تر بل هر وخت زیاتي شوي، چې که پدې ولایت کې د واکسین پر کمپاین بندیز لرې نشي ممکن د فلج ناروغۍ د زیاتو ماشومانو ژوند له ګواښ سره مخ کړي .

کندهار د کوټې او فراه ترمنځ د نښلونکې مهمې نقطې په توګه پيژندل کیږي، چې هره ورځ زرګونه کسان له دې لارې یوې او بلې سیمې ته تګ راتګ کوي .

پوره یوه نیمه میاشت مخکې د ارغستان ولسوالۍ په یوه سیمه کې د شري د واکسین د ناسم تطبیق له کبله د دوو ماشومانو تر مړیني وروسته، د ځايي خلګو د شکایت پر اساس وسله والو طالبانو د پولیو پر واکسینبندیز لګولی .

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د وسله والو طالبانو دا غوښتنه، چې د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کې د واکسین له امله زیانمنو شویو کورنیو ته دییت یا تاوانورکړه ، ردوي .

د کندهار د عامې روغتیا ریس ډاکتر عبدالقیوم پخلا امریکاږغ ته وویل، چې د ستونزي د حل لپاره باید د دولت له وسله والو مخالفینو سره په لوړه کچه خبري وشي .

"کندهار پر لویه لار باندي پروت دی، د افغانستان ډیر مهم سرحدي ولایت دی ، د شمال او جنوب څخه نیولې بیا د پاکستان د کوټې او کراچۍ ښارونو ترمنځ تګ راتګ ډير زیات دی ، موږ تېرکال هم پېښي لرلې هغه د کندهار ځايي پېښي نه وې سرچینه يې پاکستان وو اوس هم هوا ګرمه ده خطر يې ټول افغانستان ته متوجه دی په خاص ډول کندهار ، کمپاین ډير اړین دی "

د کندهار د عامې روغتیا ریاست ټینګار کوي، چې په ارغستان ولسوالۍ کې د واکسین د کمپیاین لپاره ګمارل شوي واکسیناتوران د سیمې ځایي خلک دي او د سیمه ایزو مشرانو لخوا ورته معرفي شوي و او تضمین يې هم هغوی کړی .

باوري سرچیني وايي چې زیانمنو شویو کورنیو ته د دییت د ور کړې تر څنګ د دولت وسله وال مخالفین په هغو سیمو کې چې تردولتي حاکمیت لاندې ندي د روغتیايي مرکزونو د جوړېدو او درملو غوښتنه لرې .

پر همدې مهال ځيني مدني فعالان د ستونزې په حل کې د ولسي مشرانو دمنځګړتوب غوښتنه لري .

د کندهار ښاراوسیدونکی او مدني فعال نوراحمد پښتون وویل، چې د ماشومانو روغتیا ته پاملرنه د ټولني د ټولو خواوو مسئولیت دی او پدې کې ډيرحساب پرهغو ولسي مشرانو کیدای شي،چې خبره يې هم دولت او هم د دولت وسله والو مخالفینو ته د منلو وړده .

"په محلي سیمو او لري پرتو سیمو کې مخور سپين ږیري پدې موضوع کې ښه رول لوبولی شي او مخالفین باید وهڅوي چي دغه مخالفت پرېږدي ، ماشومانو ته د واکسین اجازه ورکړي ځکه د دوی خبره دواړو غاړو ته د منلو وړ او دوی ته هم باید مسئولیتوسپارل شي"

له یادي ستونزې سره ، سره د کندهار اوسیدونکي غوښتنه لري، چې صحي کارکونکي دې لږ تر لږه په هغو سیمو واکسین عملي کړي چې له امنیتي پلوه ډاډ منې دي .

د کندهار د ښار د لويې ویالې د سیمي اوسیدونکی علي احمد له امریکاږغ سره په خبرو کي وويل، چې ځايي خلک اوس واکسین ته زیات اهمیت ورکوي او پر نه عملي کیدو يې اندېښمن دي .

"موږ خو بیسواده خلګ یو په ګټه يې ډير نه پوهیږو ، منګر پدې ځای باندې ښه پوهیږو چې مخکي به مو ماشوم زکام شو ، یا به توره غاړه په پوري شول دغه واکسین به يې په مخ نیوي کي ډیره ښه ګټه کول ، اوس مې یو زوی تورې غاړې نیولی سخت يې ناروغ کړی ، واکسین اوس ندی راغلی ، او موږ غواړو چې په ښار کې خو واکسین باید عملي شي ځکه دلته خو امن دی "

خو وسله والو طالبانو مخکې ګواښ کړی وو، که چېرېد ستونزي تر حل مخکې يې د کندهار په هر سیمه کي دواکسین ټيمونه دکار په جریان کې ولیدل نو برید به ور باندي وکړي .

مسئول مقامات یوازینی لامل د وسله والو مخالفینو ګواښ ګڼي او نه غواړي د واکسین د کارکونکو ژوند په خطر کې واچوي .

" اوس تاسې وګوری، یو کوچنی په شري اخته کیږي یا یو کوچنۍ ټپي کیږي کورنۍ يې زیات لګښت باندې آن تر هند او نورو هیوادونوپوري يې رسوي، مګر موږ د فلج د ناروغی د مخ نیوي لپاره د دوی کورونو ته ورځو ، ږغ مې پر وسله والو مخالفینو دی ، چې زمینه باید مساعده کړي ، نړیوال سور صلېب باید خپل رول ادا کړي ، نړیوال روغتیايي سازمان او هر هغه شخص چې اعتبار لري باید د پروګرام د تطبیق لپاره هلې ځلې وکړي "

د عامې روغتیا وزارت وايي، چې د ډیورنډ کرښې ته نږدې پرتو ولایتونو ته يې توجه زیاته کړې، او علت يې هم دادی چې د پولې یوې او بلې خوا تهتګ راتګ زیات دی او د پولیو ویروس په اسانۍ سره خپرېدای شي .

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG