د لاس رسي وړ اتصالات

په زیاتو سیمو کې خلک د پولیو یا ګوزڼ واکسین نه پیژنې


په افغانستان کې یو زیات شمېر سیمې لا هم شته چې خلک یې د پولیو یا ګوزڼ له واکسین په هکله معلومات نلري. د عامې روغتیا وزارت د خلکو د عامه پوهې د لوړیدو لپاره له دیني علماوو او دغه رازد ښونځیو له ښوونکو غوښتي چې په دې برخه کې له دوی سره همکاري‌ وکړي..

یو شمېر سیمې لا داسې دي چې د ګوزڼ د واکسین په وړاندې ناوړه تبلیغات کیږي او خلک ترینه منع کیږي.

د نړیوال روغتیایي سازمان د وروستي راپور له مخې افغانستان یو له هغو هیوادونو څخه دی، چې د پولیو یا ګوزڼ ویروس یې ماشومان ګواښوي.

سره له دې چېپه افغانستان کې هر کال یوزیات شمېرماشومانو ته د ګوزڼ واکسین ورکول کیږي، خو داسېځینې لرې پرتې سیمې شته، چې خلک یې د دغې ناروغۍ لهویروس او واکسین سره هیڅ اشنایي لري.

د ننګرهار د حوزوي روغتون مشر داکټر همایون زهیر وایي، د خلکو د عامه پوهې د لوړولو لپاره یې له ښوونکو، قومي مشرانو او دیني علماو څخه غوښتنه کړې چې،په د عامه پوهاوي په برخه کې له دوی سره مرسته وکړي.

" د انکشاف دهات ریاست ښاروالۍ کولای شي په خپله برخه کې دپاکو د اوبو دتهیه لپاره کار وکړي ،معارف کولای شي په خپل درسي موادو کې روغتیایي پیغامونه ځای پرځای کړي‌ تر ټولو ښه دیني علماوو د خطبو له لارې خلکو ته باید اګاهي ورکړي هغه ډول چې اسلام وایي او د روغتیا له پیغامونو سره ډیر ورته والی لري"

د پولیو یا ګوزڼ د ناروغۍ د له منځه وړلو په برخه کې یواځې د عامې روغتیا وزارت مسئولیت نه لري، بلکې هر هغه څوک چې له دې ویروس سره اشنایي ولري باید نورو ته دا پیغام ورسوي.

دیني عالم مفتي شمس الرحمن فروتن وایي، چې د پولیو د ویروس د له منځه وړلو لپاره په افغاني ټولنه کې دیني علما ترټولو ښه ونډه اخیستلی شي، له همدې امله باید په ټولو جوماتونو کې علما ددې ناوړه ناروغۍ په وړاندې خلکو ته معلومات ورکړي او هغوی وهڅوي چې خپل ماشومان واکسین کړي.

‫ "په علماو باندې دا فرض دی چې د منبر له لارې، رسنیو له لارې خلکو دا پیغام ورسوي چې د پولیو واکسین ماشومانو، کورنیو او ټولنې ته هیڅ ضرر نه لري بلکې ګته ور رسوي، ‪که چېرې دیني علما په دې برخه کې خلکو ته اګاهي ورنه کړي ، خلک پوه نه کړي او کله چې کوم یو ماشوم په دې ناروغۍ یا ګوزڼ اخته کیږي په ګناه کې یې همدا عالم شریک دی"

د افغانستان په ځینو سیمو کې د پولیو یا ګوزڼ د واکسین په اړه داسې تبلیغات هم کیږي چې ګواکې دغه واکسین د ګتې پرځای ګڼ نور زیانونه لري.

هغه کورنۍ چې خپل له پنځو کلونو کم ماشومان یې په منظمه توګه واکسین کړي وایي،له نیکه مرغه له دغې ناروغۍ په امن دي او بل دا چېهیڅ ډول ستونزو سره نه دي مخ شوي.

" مونږ په منظمه توګه خپل ټول ماشومان هر کال واکسین کړي‌ دي له نیکه مرغه د ګوزڼ له ناروغیو په امان کې ديو او بل دا چې ورته هیڅ ډول ستونزه نه ده پیدا شوې .په رښتیا چې د ګوزڼ واکسین ګټور دی"

د عامې روغتیا وزارت وایي، چې د خلکو دعامه پوهاوي د لوړیدو په خاطر د ښونځیو د ښوونکو اوعلماو ترڅنګ له سیمه ایزو شوراګانو سره هم خبرې روانې دي، چې قومي مشران د پولیو یا ګوزڼ د واکسین د کمپاینونو پرمهال د صحي کارکوونکو په وړاندې ټول پراته خنډونه له منځه یوسي.

XS
SM
MD
LG