د لاس رسي وړ اتصالات

د خوست نارامو سیمو کې د ګوزڼ واکسین نه څارل کیږي


پوړه د خوست ولایت د سپېرې ولسوالۍ اړوند ډيورنډ کرښې ته څېرمه پرته غرنۍ سيمه ده، چې افغان حکومت پرې پوره تسلط نه لري، زياتره اوسېدونکي يې وزيرستانيان دي، چې پخوا وختونو کې دلته راغلي دي.

د پوليو یا ګوزڼ واکسین روغتیایې کارکونکي وايي، چې د پوړه سیمې ډېری خلک ماشومانو ته د واکسين د تطبيق ښکاره مخالفت او مخنيوی کوي، ان تر دې، چې ځينې وختونه يې له رضاکارانو څخه د واکسين ډبې هم ماتې کړې دي.

د خوست لپاره د روغتيا نړيوال سازمان ولايتي مسوول ډاکټر رحمتخېل وویل، دغې سيمې ته د يوه مشخص سړي په لاس واکسين لېږي، خو اندېښنه يې دا ده، چې د تطبيق په اړه يې هيڅ معلومات نلري.

"هلته موږ اوس يو کس لېږو او د هغه راپور ته انتظار کوو، چې څومره ماشومانو ته واکسين ورکول شوی او څه شمېر د رد پېښې لرو، د دغه کس رښتيا او درواغ هم نه معلومېږي"

ډاکټر رحمت خېل په خبره، چې د تقريبي ارقامو له مخې د پوړه په سيمه کې تر څلور سوه زيات داسې ماشومان شته، چې عمرونه يې تر پنځه کلنۍ کم دي.

د يادې سيمې يو تن اوسېدونکي د نوم نه ښودلو په شرط وویل ، چې عام خلک ملامت ندې ، بلکې په پوړه سیمه کې د حکومت پوره تسلط نشتهځکه يو شمېر طالب پلوه خلک پرې واک چلوي.

"علت يې طالبان دي، پاکستان کې نه ګورئ، چې پوليسو او طالبانو د همدې په سر سره اخيستي وي. عوامو ته خو دا معلومات نه کېږي، چې دا ګټه لري او که نه؟ په ښارونو کې يې طالبان نه پرېږي، بيا زموږ سيمې خو غرنې ده، هلت خو د حکومت واک نشته"

ځينې روغتيايي مسوولين بیا وایي، چې څو کاله مخکې د دې سيمې ماشومان په پرلپسې توګهد پوليو او د نورو ساري ناروغيو له واکسين محروم پاتې شوي دي، ځکه هلته د طالبانود شتون له امله د صحی رضاکارانو وردتګ نا ممکن کار و .

په داسې حال کې، چې يادې سيمې ته د عامه پوهاويټیمونو ورتګناشونی ښکاري، خو د خوست د عامې روغتيا رئيس ډاکټرهدايت الله حميدي بیا پدې باور دی ، چې هلته له واکسين سره د مخالفت ستونزه ترډېره هوارې شوې.

"رښتيا هم مخکې د واکسین د رد پېښې ډېرې وې، ځکه خلکو عامه پوهاوی نه درلود. خو موږهيله من يو، چې دوی اوس پر دې پوهېږي، چې واکسين د روغتيا لپاره دي، نه د بل څه لپاره"

تر اوسه د حکومت کومې وسله والې مخالفې ډلې په ياده سيمه کې له واکسين سره د مخالفت په اړه کوم ښکاره څه نه دي ويلي.

دغه راز د خوست ولايت په نورو سيمو کې هم په دې وروستيو کې د واکسين له تطبيق سره د وسله والو د مخالفت په اړه کوم راپور ندی ورکړل شوی.

XS
SM
MD
LG