د لاس رسي وړ اتصالات

ملگري ملتونه: یونان باید د مهاجرینو ستونزې حل کړي

  • شایسته سعادت

د یونان په کاس نومي ټاپو کې د اړو مهاجرو تر منځ نښتې وشوې

د یونان په کاس نومي ټاپو کې د اړو مهاجرو تر منځ نښتې وشوې

پداسې حال کې چې افغانستان د خپلواکۍ ورځ ونمانځله، ځینې افغانان اوس هم پخپل هیواد کې د ژوند پر ځای، لویدیځو پرمختللو هیوادونو ته تگ غوره گڼي، ځکه وايي غواړي ژوند یې خوندي شي!

سلهاو افغان مهاجرین د یونان په کاس نومي ټاپو کې د پولیسو د یو آمریت مخې ته را ټول شوي وو او په بې صبرۍ یي غوښتل د یوناني چارواکو سره خپل نومونه راجستر کړي.

په یونان کې افغان مهاجرینو له تبعیض څخه سر ټکوي او وایي سوري مهاجرینو ته ولې اولویت ورکول کیږي؟ حتی تردې حده چې دوي ته د پناه ځایونو په توگه، ددې بندري ښار په لویو بیړیو کې د اوسیدو اجازه ورکړ شوې ده.

د یوناني چارواکو سره د مهاجرینو راجستریدل دوي ته دا اجازه ورکوي چې د اروپا نورو ملکونو ته آزاد سفر وکړي او په هر ځای کې چې وغواړي د دایمي اوسیدو دپاره د پناه اخیستلو غوښتنه وکړي.

پدې ټاپو کې یو افغان مهاجر وایي هغه او کورنۍ یې اروپا ته د سفر پر لاره دلته په خورا سختو حالاتو کې شپې سبا کوي.

د ازادۍ رادیو د راپور پراساس، دوه اونۍ کیږي چې د هرات د ولایت اوسیدونکی، شپږ ویشت کلن میرزا، پدې ټاپو کې د خپلې درۍ کلنې لور او یو نیم کلن زوي سره یو ځای مرستې ته په تمه ناست دی. هغه وویل، “ هلته خلک تښتول کیدل، انتحاري بریدونه کیدل او د طالبانو او داعش د تندلارو له خوا گواښونو لاندې و. مونږ افغانستان ددې دپاره پرېښود چې بل چیرې خوندي شو.”

ملگرو ملتونو د سه شنبې په روځ یونان ته وویل چې پدې برخه کې دی غوره مشري څرګنده کړي او هغه ستونزه دې حل کړي چې په ترڅ کې یې تراوسه د یو لک او شپیتو زرو په شاو خوا کې مهاجرین او پناه غوښتونکي دغه ټاپو ته ورغلي دي.

میرزا له کړاوه ډک حالات داسې تشریح کوي، “مونږ کمکََي ماشومان لرو دوي په حالاتو خبر ندي او تل ژاړي. مونږ مجبور یوو د شپې لخوا پر وچو کانکریټي سړکونوبیده شو چې ماشومان مو ماشي چیچي.”

تیره اونۍ پدې ټاپو کې د اړو مهاجرو تر منځ نښتې هم وشوې چې اکثر یی په افغانستان سوریې عراق او داسی نورو هیوادونو کې د جنگ جگړو له کبله تېښتې ته اړ شوي او په کمکیو بیړیو کې یی د ترکیې څخه په خورا سختو شرایطو کې دغه ټاپو ته ځانونه رسولي دي، چې دلته یی هم حالت هماغسی ستونزمن دی.

خو د میرزا په وینا افغانان دلته د مهاجرینو د لست په آخر کې راځي او د راجستریدلو پدې مرکز کې تر ټولو وروسته او کمه پاملرنه ورته کیږی. هغه زیاته کړه، “سوریاییانو او پاکستانیانو ته اولویت ورکول کیږي. پولیس مونږ وهلو او په کمپونو کې یې د اوسیدو امر راته وکړ خو کمپونه هم له سوریاییانو ډک دي.”

د ملگرو ملتونو د مهاجرینو د څانگی ویانده، ستیلا نانو وایي،

“د مهاجرینو شمیر زیات دی خو د ځای په ځای کولو او منلو دپاره یې بنیادي لازمي تدابیر سم ندي نیول شوي او د راجستر کولو بهیر هم خورا سوکه روان دی. نو دا یو کړکیچن حالت را منځته کړی چې مونږ یې دیته اړ ایستو چې د بشري مرستو غږ وکړو چې باید ددې مهاجرینو غم ژر تر ژره وخوړل شي.”

د بی سرحده داکترانو د ټولنې غړې، جولیا کورافا، پدې اړه داسې غبرگون وښود، “مونږ ته دا خلک راغلي چې هیڅ مرسته نه تر لاسه کوي. د خپلو اسنادو په اړه هیڅ معلومات نه تر لاسه کوي. دوي پدې نه پوهیږي چې ولې سوریاییان باید اول لاړ شي او نور پاتې شي دوي پدې هم نه پوهیږي چې دوي به تر کله پدې حالاتو کې ایسار پاتې وي.”

هغې وویل هیله لري چې اول د هغو مهاجرینو ستونزو ته چې دغه ټاپو ته رسیږی د حل اوږدمهاله لاره وموندل شي.

د پناه غوښتونکو دپاره نړیواله اداره وایي سږ کال دوه لکه او پنځوس زره پناه غوښتونکو ځانونه اروپا ته رسولي دي. او دوه زره درۍ سوه نهه څلویښت تنه اروپا ته د تگ پر لارې خپل ځانونه له لاسه ورکړي.

بل پلو، افغانستان ایران او د ملگرو ملتونو د مهاجرینو ادارې په ایران کې د میشتو افغان مهاجرینو په اړه خپل درۍ ورځني بحث پای ته ورساوه. د افغانستان د مهاجرینو او بیرته ستنیدونکو د چارو وزیر خبر یالانو ته وویل چې هغه ددې بحث د پایلو څخه خوښ دی. احمد محمدي فر، په ایران کې د بهرنیو اتباعو د چارو رئیس، وایي ټول پدې سلا شول چې هغو افغانانو ته چې په ایران کې پاتی کېدل غواړي، باید قانوني اجازه ورکړ شي. هغه وویل هر هغه افغان چې په ایران کې په قانوني بڼه پاتې شي نو د هغه هیواد دروازې یې پر مخ پرانستې دي.

XS
SM
MD
LG