د لاس رسي وړ اتصالات

ملگري ملتونه: د جگړې زور تر ملکي خلکو وځي


ملگري ملتونه: د یمن په هرو پنځو وگړو کې څلور تنه بشري مرستو ته اړتیا لري
ملگري ملتونه: د یمن په هرو پنځو وگړو کې څلور تنه بشري مرستو ته اړتیا لري

د ملگرو ملتونو د بشري حقونو د ادارې مشر ستیفن اوبرین په یمن کې ستونزې بې کچه ډیرې بللې دي او دا ویره یې څرگنده کړې که چېرې روانه جگړه ژر پای ته ونه رسیږي، نو هېڅ به پاتې نه شي چې جگړه پرې وشي.

ستیفن اوبرین په یمن کې د بشري وضعیت له څېړلو وروسته بېرته نیویارک ته راستون شوی دی او پرون یې د ملگرو ملتونو د امنیت شورا ته د خپل سفر گزارش وړاندې کړ.

ښاغلي اوبرین ووېل چې په یمن کې د حالاتو په لیدو سره یې ټکان وخوړ. د هغه په وینا د تاوتریخوالي فشار پر ملکي خلکو دی او په هرو پنځو وگړو کې څلور تنه بشري مرستو ته اړتیا لري.

د ملگرو ملتونو د بشري حقونو د ادارې مشر زیاته کړه چې نږدې ١،٥ میلیون خلک په یمن کې دننه بې ځایه شوي دي او څه د پاسه زر تنه ماشومان وژل شوي دي.

د ښاغلي اوبرین په وینا د سعودي تر مشرۍ د ائتلاف او ایران پلوه حوثي یاغیانو ترمنځ د جگړې زور تر ملکي خلکو وځي.

له بلېخوا د خوراک د نړېوال پروگرام مشرې اېرترین کزن هم په یمن کې د خوراکي موادو د کمښت په اړه اندېښنه څرگنده کړې ده او ویلي دي چې د یمن په میلیونونه وگړي د لوږې له خطر سره مخامخ دي.

د مېرمن کزن په وینا د جگړې تر پیلیدو مخکې هم په ټوله نړۍ کې یمن یو له هغو هېوادونو څخه وو چې د خوارځواکي کچه په کې لوړه وه.

نړېواله ټولنه پداسې حآل کې د یمني وگړو د وضعیت په اړه اندېښنه څرگندوي چې د سعودي عربستان په مشرۍ د ائتلاف هوایي ځواکونو نن یو ځل بیا د یمن پر پلازمېنې صنعا باندې بمباري وکړه. پدې بریدونو کې په ښار کې دننه یوه هوایي پوځي اډه په نښه شوه.

ملگرو ملتونو پر نړېوالې ټولنې غږ کړی چې د جگړې د ختمولو په لړ کې هغه ژمنې عملي کړي چې دوی د یمن په اړه د ملگرو ملتونو په کنفرانس کې کړې وې.

XS
SM
MD
LG