د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر اوباما به د دیموکرات گوند د کوم کاندید ملاتړ وکړي؟


بارک اوباما د خپل ځای ناستي په توگه د کوم احتمالي کاندید سره خپل رسمي ملاتړ ندی اعلان کړی
بارک اوباما د خپل ځای ناستي په توگه د کوم احتمالي کاندید سره خپل رسمي ملاتړ ندی اعلان کړی

سپېنې ماڼۍ پرون د دوشنبې په ورځ په داسې حال کې د امریکا د جمهور رئیس د مرستیال جو بایدن د سیاسي پوهې او تجربې ستاینه وکړه چې جمهور رئیس بارک اوباما د خپلو دوو خورا نږدې سلاکارانو، خپل مرستیال، جو بایدن، او د بهرنیو چارو د پخوانۍ وزیرې، هیلري کلنتن، ترمنځ د غوره کولو یو انتخاب لري. دوي دواړه سپېنې مآڼۍ ته د رسیدو هیله لري.

دا پداسې حال کې ده چې هغه د دوه زره شپاړسم کال د جمهوري ریاست په ټولټاکنو کې د دیموکرات گوند د کاندیدانو په ډله کې د تر ټولو مخکښې کاندیدیې هلري کلنتن په وړاندې سیالۍ ته د دریدو دپاره ځان برابروي.

ښاغلي جو بایدن د سږ کال په پیل کې وویل چې د دوه زره شپاړسم کال په سیالیو کې به د گډون په اړه د سپتمبر په میاشت کې پریکړه وکړي.

سپېنې ماڼۍ د امریکا د جمهور رئیس د مرستیال, جو بایدن, د سیاسي پوهې او تجربې ستاینه وکړه.
سپېنې ماڼۍ د امریکا د جمهور رئیس د مرستیال, جو بایدن, د سیاسي پوهې او تجربې ستاینه وکړه.

د هغه د شمولیت پریکړه به پداسې حال کې کیږي چې میرمن کلنتن د بهرنیو چارو د وزیرې په توگه د دندې پر مهال د خپل شخصي ایمیل څخه د سري معلوماتو د استولو په تړاو له پوښتنو سره مخامخ ده.

د سپېنی ماڼۍ ویاند جاش ایرنیسټ وویل، جمهور رئیس اوباما د ښاغلي بایدن د پریکړې په اړه خپل غبرگون څرگند کړ. هغه اوه کاله مخکې چی دا پریکړه وکړه او ښاغلی بایډن یې د خپل مرستیال په توگه پخپل تیم کې شامل کړ، نو دا د سیاست په ډگر کې د هغه تر ټولو غوره پریکړه وه. زه فکر کوم چی له دې څخه تاسی د جمهوررئیس د مرستیال، جو بایډن، په برخه کې د جمهور رئیس اوباما په نظر پوهېدلی شئ.

د دیموکرات گوند بل کاندید، برني ساندرز، فکر کوي چې ښاغلی بایدن به د نورو دیموکراتو کاندیدانو دپاره یو کلک رقیب وي.

خو دا هم له یاده نشو ایستلای چې ښاغلی بایدن تر دې مخکې هم دوه ځلې د جمهوري ریاست څوکۍ ته ځان کاندید کړی و او دواړه ځلی یې بایلوده.

هغه وویل، زه فکر کوم چې شواهد روښانه دي مونږ د گټې په حال کې ېو او رایې څرگندوي چې د میرمن کلنتن ملاتړ هم لږ لږ مخ په کمیدو دی. خو مونږ اوږده لاره په مخ کې لرو.

د امریکا جمهور رئیس, بارک اوباما, تر اوسه پورې د خپل ځای ناستی په توگه د کوم احتمالي کاندید سره خپل رسمي ملاتړ ندی اعلان کړی خو ښاغلی بایدن او هم میرمن کلنتن, دواړه ېې, څو څو ځلې ستایلي دي.

د سپېنې ماڼۍ ویاند جاش ایرنست وویل چې جمهور رئیس اوباما به په آخر کې د هر هغه کاندید ملاتړ وکړي چې د دیموکرات گوند له خوا انتخاب شي.

بل پلو د جمهوري غوښتونکو کاندیدانو په ډله کې، د پخواني جمهور رئیس جورج دبلیو بش ورور، جب بش د مهاجرینو په برخه کې د سیال کاندید، ډانلد ترمپ، پر پالیسۍ کلکه نیوکه وکړه.

ډانلد ترمپ په امریکا کې د یولس ملیون مکسیکویی غیر قانوني مهاجرینو د ایستلو او د سرحد په اوږدو کې د کلک دیوال د جوړولو پلان وړاندې کړی و.

XS
SM
MD
LG