د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران د اتمي پروگرام د حل دپاره تاریخي فرصت


د ایران د اتمي چارو چارواکي وايي ایران د ملگرو ملتونو د اتمي څارگرې ادارې سره همکارۍ ته چمتو دی
د ایران د اتمي چارو چارواکي وايي ایران د ملگرو ملتونو د اتمي څارگرې ادارې سره همکارۍ ته چمتو دی

د اتمي انرژۍ د نړیوالې ادارې مشر (یوکیه امانو) په ویانا کې د یوې غونډې په ترڅ کې وویل چې دا د ایران د اتمي پروگرام د کړکیچ د حلولو دپاره یو تاریخي فرصت دی.

هغه وویل، «اوس یوه تاریخي موقع برابره شوې چې د ایران د اتمي چارو دا لانجمنه ستونزه حل شي. زه هیله لرم چې ددې موقع څخه پوره گټه پورته شي.»

امانوهمدارنگه وویل چې د اتمي چارو نړیواله اداره، د پرچین په نوم د ایران د پوځي سیمې په تړاو چې د پلازمینې تهران جنوب ختیځ پلو په دیرش کیلومترۍ کې موقعیت لري، د لارې د نخشې په سر روغې جوړې او ېو ې جلا موافقې ته رسیدلي دي.

د ملگرو ملتونو د نړیوالي اتمی څارگرې ادارې دپاره د ایران ځانگړي استازي، رضا نجفي وویل چې تهران ددې څارگرې ادارې سره همکارۍ ته چمتو دی.

هغه وویل، «مونږ دا ومنله چې د فعالیتونو په تړاو ټول اسناد او ضروري توضیحات د آگست د میاشتې تر پنځلسمې نېټې پورې برابر کړو او همداکار مو وکړ. په دې توگه مونږ د خپلې ژمنې لومړې پړاو د دې ادارې په وړاندې بشپړ کړ. دوهم پړاو په دې ادارې پورې اړه لري چې پر اسنادو او توضیحاتو باندې بیا کتنه وکړي او که په دې تړاو کوم شک او ابهام موجود وي آو یا کومه پوښتنه لري نو مونږ ته دې یې وړاندې کړي.»

د برتانیې سره د جولای د څوارلسمې نېټې د موافقې پر بنسټ ایران د چین، فرانسې، جرمني، روسیې او متحده ایالاتو سره دا ومنله چې د خپل اتمي پروگرام شفافیت به زیاتوي او د بندیزونو د لرې کولو په بدل کې به د خپلو ټولو تیر مشکوکو اتمي فعالیتونو به برخه کې اندېښنو ته ځواب وايي.

دا پداسې حال کې ده چې د اتمي چارو معامله ایران ته د تلونکو سیلانیانو دپاره د گټورو پرمختگونو او عملي آسانتیاو سبب شوی. ایران ته د تلونکو مسافرینو په ډله کې یوه بېکسي برون ده.

هغې وویل، «مونږ سوچ وکړ چې که دوی دومره خبرې کوي او معامله هم شوې ده نو هلته تگ به هم خوندي وي. اوسني حالت زمونږ پاملرنه دغه اصل ته واړوله چې لاره پرانستې ده او دا به یو آسانه سفر وي.»

ایران د سیاحت د پراخوالي دپاره ښه موقع په لاس کی لري ځکه په ایران کې د لیدلو دپاره بی شمیره ځایونه موجود دي.

«اول خو د بهرنیو چارو دفتر ایران ته د تگ په خلاف خپله مشوره بدله کړه چې دا پخپله خلکو ته د بیمې د اخیستو په برخه کې آسانتیاوې برابروي او دا د سیلانیانو په شمیر کې د زیاتوالي سبب گرځیدلای دی.»

د ملگرو ملتونو معلومات ښیي چې په دوه زره دیارلسم کې د اروپا او شمالي امریکا څخه د تلونکو وگړو شمیر نوي زرو ته رسیدو.

دا یوازی په دوه و ورځو کې لندن ته د تلونکو سیلانیانو شمیر سره برابر دی.

خو د اتمی معاملی تر لاسلیک کیدلو وروسته ایران ته د تلونکو سیلانیانو شمیر زیات شوي دي او اټکل دا دی چې تر اوسنۍ کچې به نور هم زیات شي.

XS
SM
MD
LG