د امریکا د آستاځو مجلس پرون د جمعې په ورځ د ایران سره ذروي موافقه د یوې احساساتي غونډي په ترځ کې رد کړې ده.
څرنگه چې د سنا مجلس د پنجشنبې په ورځ د هغې په طرفدارۍ رایه ورکړې وه، نو د آستاځو د مجلس دا پریکړه یوه سیمبولي بڼه لري. د هغې مقصد دادی چې جمهوررئیس براک اوباما او د هغه حکومت ته چې په تیرو ١٨ میاشتو کې یې د دې موافقې د منظوریدلو د پاره زیاتي هلي ځلي کړي دی، یو پیغام واستوي.
د آستاځو مجلس د پنجشنبې او جمعې په ورځو د ایران په دغي موافقې باندی بحثونه وکړل او هغې ته ٢٦٩ مخالفي او ١٦٢ موافقي رایي ورکړه سوې، چې په دې ډول د هغې په منظوریدلو کې ناکام سو.
یوه جمهوري غوښتونکي آستاځي د «حاضر» رایه ورکړه او نورو ټولو جمهوري غوښتونکو آساځو د هغې په خلاف رایي ورکړې. ٢٥ دیموکرات آستاځو د خپل گوند لار پریښوده او هغوی هم مخالفي رایي ورکړې.
د آستاځو د مجلس رئیس جان بېنر هوډ وکړ چې « د دې بدي موافقې د مخنیوي د پاره زموږ جگړه همدا اوس پیل کیږي.»