د لاس رسي وړ اتصالات

د حج په سږنیو مراسمو کې د افغان حاجیانو گډون


د دوه ملیون نه زیات مسلمانان په سعودي عربستان کې د حج د مناسکو دپاره راغونډ شوي دي.
د دوه ملیون نه زیات مسلمانان په سعودي عربستان کې د حج د مناسکو دپاره راغونډ شوي دي.

د دوه ملیون نه زیات مسلمانان په سعودي عربستان کې د حج د پرتمینو مناسکو د ترسره کولو په هیله راغونډ شوي دي.

نن د حج د مراسمو عرفات ورځ ده چې حاجیان یې په ترڅ کې د عرفات پرغونډۍ راټولیږي.

چارواکي وايي سږ کال د هغه هیواد نه بهر یواعشاریه څلور ملیون مسلمانان د حج د مراسمو دپاره ورغلي او پاتی برخه، شپږ سوه زره، نور پخپله په هیواد کې دننه د سعودی عربستان خپل حاجیان دي چې د سبا د ورځې مراسم به ټول سره په گډه پر ځای کړي.

د مصر څخه راغلې زیارت کونکې، بي بي حاجي هدی عبدالرازق، وایي پدې مراسمو کې یې د خپلې لور او د خدای د رضا دپاره برخه اخیستې ده.

هغې زیاته کړه، «ډیره خوشحاله یم چې الله ما ته دا موقع راکړه چې د خپلی لور ارمان چې په حق رسیدلی ده پوره کړم. زما لور ډیره دینداره او مذهبي وه. هغې د فزیک او کیمیا په برخه کې زده کړې بشپړې کړې وې.»

هدی وایي د هغې د لور ارمان و چې حج ته راشي او دلته مذهبي مراسم پر ځای کړي. نو خوشحاله ده چې د هغې ارمان یې پوره کړ. هغې زیاته کړه چې اوس ډاډه ده چې روح ته به یې سکون ور په برخه شوی وي.

سږ کال شاو خوا د دوه و نه نیولې تر درۍ ملیون حاجیان، نن، د عرفات په درې کې راغونډیږي، چیرې چې حضرت محمد ص پخپلې وروستۍ خطبه کې چې څوارلس سوه کاله مخکې یې اوره ولې وه، د مسلمانانو تر منځ د برابرۍ او ورورورلۍ غږ کړی و.

ایرانی عبادت کونکی، عباس قاسم هم پدې مراسمو کې د مسلمانانو تر منځ پر یووالي ټینگار وکړ.

هغه وویل، «شیعه او سنی دواړه سره یو ځای او یو موټی ښه وي. د خدای دپاره ددوی ترمنځ هیڅ ستونزه باید نه وي او هیڅ توپیر یې تر منځ نشته. الله تر ټولو لوړ او بر حقه دی.»

سږ کال د حج مراسم پرون د سه شنبې په روځ پیل شول، نن حاجیان د عرفات د ورځې مراسم پر ځای کړل او اوږه په اوږه د عبادت او تضرع دپاره ودریدل چې هر کال د حج د مذهبي مراسمو د اوج نښه گڼل کیږي.

نایجیریایي زیارت کونکي، سعدي زاویه وویل چې دا ېی دریم ځل دی چې حج ته راځي او دا ځل د سکون په لټه کې دی.

هغه وویل، «ددې ځل ځانگړتیا دا ده چې ما د می په شلمه نېټه خپله میرمن له لاسه ورکړه او تر هغې پنځه کاله مخکې مې پلار هم وفات شو نو زه دلته راغلم چې ددوي دپاره دعا وکړم او زما زړه هم سکون ومومی.»

دا د احساساتو نه ډکه یوه ورځ هم ده، ملیون هاو مسلمانان پداسې حال کې چې اوښکې بهوي لاسونه پورته اوچتوي آو د خدای له دربار څخه د ځان او خپلو عزیزانو دپاره د بښنې دعا کوي.

د خلکو زیاتوالی او د دې میلیوني جمعیت د خوځښت لپاره د ضروري تدابیرو په اړه اندېښنې موجودې وي او په وار وار یې زیارتوالو ته مرگ ژوبله هم اړولې ده.

خو سعودي عربستان وایي ددې کلنیو مراسمو په ترڅ کې هر کال کلک امنیتي تدابیرنیول کیږي خو سږ کال د حج د پرتمینو مناسکو د خونديتوب دپاره یی ځانگړي او لا کلک تدابیر نیولي دي.

د کورنیو چارو د وزارت ویاند، تورن جنرال منصؤر ال ترکي، د امنیت په اړه چمتووالی وښود.

هغه وویل، «زمونږ ملک تل د ترهه گرو ادارو او ډلو نښه گرځي. سږ کال څوارلسوه شپږ دیرشم هجري کال په گڼو سیمو کې په نښه شوی دی. په همدې لړ کې امنیتي ځواکونو زیات شمیر داسې تررستان نیولي هم دي چې د ترهه گرو ډلو سره تړاو درلود. نو مونږ ددې گواښونو په نظر کې نیولو سره خپل امنیتی تدابیر د حاجیانو د خوندی ساتنې دپاره لا کلک کړي دي.»

د حج د مراسمو د امنیت تامینول او د حاجیانو د سر حفاظت چې د نړۍ له بیلابیلو سیمو څخه د طواف او د حج د پرتمینو مناسکو د ترسره کولو په هیله راغونډیږي، د سعودي عربستان د حکومتي چارواکو ترټولو مهمه دنده ده چې ځانونو ته خادم الحرمین وايي. سعودي عربستان هغه هیواد ته د میلیونونو زیارتوالو له سفر څخه هرکال ډیر ستر عاید ترلاسه کوي.

XS
SM
MD
LG