د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د ولسي جرګې ریس داستعفی اعلان وکړ


د امریکا د کانګرس غړي وايي چې د امریکا د استاځو د مجلس ریْس جان بېنر اعلان کړی چې د اکټوبر تر پایه پوري به خپل د دندې څخه استعفا وکړي.

جان بېنر د ۱۹۹۰ کال راهیسې د کانګرس غړی و او په دې ورستیو کې پرې د جمهوري ګوند د ځینو غړو له خوا د ځینو مسایلو په هکله د نظر د اختلاف له امله، فشار زیات شو.

هغه نن د جمعې په ورځ د خپل ګوند د محافظه کارو غړو سره لیده کاته وکړل چې د بودیجې پر مسلې باندې یوه تفاهم ته سره ورسېږي او د فیډرالي حکومت د فعالیتونو د بندیدو مخه ونیسي. که چیري کانګرس د اکټوبر تر لومړۍ نېټې پوري حکومتي بودیجه تصویب نکړي نو دامریکا د فیډرالي حکومت پیسې به خلاصې شي او د حکومت فعالیتونو به د خنډ سره مخ شي.

د محافظه کارو غړو غوښتنه دا ده چې په بودیجې کې دي د ماشومانو د زیږیدو د کنټرول دپاره فیډرالي بودیجه نه تخصیص کېږي خو نور د کانګرس غړي بیا دا استدلال ردوي.

د جمهوري غوښتونکو د ګوند د مشرتابه او سخت دریځه محافظه کارو جمهوري غوښتونکو ترمنځ په واري واري شدید اختلافات رامنح ته شوي دي او د ښاغلي بېنز د ریاست مقام ته یې ګواښ پېښ کړی دی. دغه محافظه کاره جمهوري غوښتونکي د بېنر سره پر زیات شمیر مسایلو باندې اختلافات لري چې د حکومتي لګښت څخه نیولې بیا د سقط جنین پرضد تر مبارزې پوري ټول مسایل په کښي شامل دي.

جان بېنر په خپله ددغه محافظه کارو سره تر زیاته حده موافق دی خو ددې طرفداره نه دی چې حکومت دي بند شي.

دا مو هم ښایي خوښ شي

XS
SM
MD
LG