د لاس رسي وړ اتصالات

د ملي یووالي له حکومت څخه د افغان میرمنو تمې او غوښتنې


د کابینې څلور تنه وزیرانې او د ولایتونو دوه تنه والیانې د ښځو له منځه ټاکل شوي
د کابینې څلور تنه وزیرانې او د ولایتونو دوه تنه والیانې د ښځو له منځه ټاکل شوي

افغان میرمنې وایی د ملي یووالي حکومت د ښځو د حقونو د تامین او په هیواد کې یی د ونډې د زیاتولو ژمنه ندې پر ځای کړې، خو د افغانستان حکومت بیا وایي په هیواد کې یې د میرمنو د حقونو د خوندي ساتنې په موخه مهم گامونه اوچت کړي دي.

د لیلا حیدري په شان میرمنې چې په کابل کې د یوه رستورانت خاونده ده، د افغانستان د اکثر میرمنو دپاره د ملی وحدت د حکومت لومړی کال د نا معلومې راتلونکې په اړه د ستونزو او اندېښنو نه یو ډک کال بولي. هغه وایي، د سږ کال پېښو د زیات شمیر میرمنو دپاره ژوند گران کړی دی چې په هغو کې د ناامنۍ او بې وزلۍ د لمنې غزیدل هم شامل دي چې د کورنيو پر عاید یې هم مستقیمه اغیزه لري.

میرمن حیدري وایي حکومت په پیل کې د ښځو د حقونو د تامین دپاره ښه رغنده گامونه اوچت کړل خو نه عملي کیږي.هغې وویل، «که رښتیا ووایم زه نور ددې حکومت څخه د هیڅ شي تمه نلرم. دوي ناتوانه دي آو زه ډاډه یم چې دوي څه نشي کولای.»

د کابینې څلور تنه وزیرانې او د ولایتونو دوه تنه والیانې د ښځو له منځه وټاکل شوې او مهمه دا چې د لومړي ځل دپاره یوه میرمن د سترې محکمی د عالی شورا د غړی په توگه معرفي شوه چې د منظورۍ رایه یې تر لاسه نه کړه. خو زیار لا پر ځای پاتې دی.

خو افغان میرمنو ته اصلي ستونزه دا ده چې په حکومت کې یې ونډه سمبولیکه بڼه ونیوله.

پدې اړه د ولسي جرگې غړې، ناهید فرید داسې وویل، « حکومت هڅه کوي خو دا هڅې بسنه نه کوي.»

اوسمهال افغان میرمنې د هیواد په پریکړو کې لس په سلو کې ونډه لري.

په امنیتي برخو کې یې ونډه پنځه په سلو کې ده او د عدلي آو قضآیی برخې لس په سلو کې برخه جوړوي.

یو دیرش فیصده میرمنې په روغتیایی چارو کې فعالې دي چې د میرمنو د کاري برخې تر ټولو لوړه کچه گڼل کیږي.

په افغانستان کې اوسمهال د دولت د کارکونکو اوه ویشت فیصده برخه ښځې جوړوي. خو د حکومت ژمنې د ښځو د ونډو لا پراخول و.

د میرمنو د حقونو فعاله حمیرا ثاقب وايي، «له بده مرغه هره هغه ژمنه چې حکومت کړې یوازی د کاغذ پر مخ پاتې شوې ده او په ډگر کې نده پلې شوې.»

پدې وروستیو کلونو کې د ښځو د وضعیت د بیا رغولو دپاره زیاته پانگه واچول شوه. هغه مرستی چې پدې برخه کې وشوې، هیڅکله ددې هیواد په تاریخ کې یې ساری نه و لیدل شوی. ددې پرمختگونو سره سره، د ښځو لاسته راوړنې ماتیدونکې او زیانمنونکې دي او حتی یوه کوچنۍ پېښه هم کولای شي چې د نابودۍ احتمال له ځانه سره ولري.

ددې ستونزو سره سره د افغانستان حکومت وایي د بیرته تگ دپاره لاره نشته.

د ښځو د چارو د وزارت مرستیاله، فوزیه حبیبي بیا وایي چې د حکومت مشران میرمنو او دمیرمنو حقونو ته ځانگړې پاملرنه کوي. هغې وویل،

«حکومت په خپل یوې کلنې کاري دورې کې د ښځو دپاره ډیر څه کړي. نوی کاري میکانیزم، چې اوس د پالیسیو په برخه کې ځای ورکړ شوی دی او یو په بل پسې عملی کیږي. مونږ پدې اړه خوشبینه یو. هغه فیصدۍ چې د میرمنو د ودې په برخه کې تر لاسه شوي، هڅونکې دي خو کافي ندي.»

ددې حکومت په لومړي کاري کال کې یوه میرمن د لومړي ځل دپاره په پایتخت کې د خلکو په عام محضرکې په وهلو او ټکولو ووژل شوه. د فرخندې د وژونکو مجازات د حکومت دپاره د خپل حیثیت د ساتلو په مسلې بدله شوه. حکومت اوس ددې پېښې د عاملینو د مجازاتو د کمولو له کبله د کلکو نیوکو سره مخ دی.

ددې حکومت په لومړني کاري کال کې د لومړي ځل دپاره د کابل په ښار کې معتادې میرمنې هم را څرگندې شوې.

XS
SM
MD
LG