د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان ملگرو ملتونو ته د هند د لاس وهني دوسیې ورکړې


پاکستان د هند سره خپله د اوږدې مودې لانجه پرون د جمعې په ورځ تر ملگرو ملتونو پوری ورسوله، او په ملگرو ملتونو کې د پاکستان سفیری ملیحې لودي د عمومي منشي بان کي مون دفتر ته درې دوسیې وړاندي کړې چې په کې د پاکستان په نا آرامیو کې د هند د لاس درلودلو تورونه بیان سوي دي.

لودي اسوشیټیډ پریس خبري آژانس ته وویل چې په دې دوسیو کې « د پاکستان په بېلو بېلو سیمو کې د هند له خوا د تروریزم په ملاتړ او لاس درلودلو کې» اطلاعات موجود دي.

هغې وویل چې یوه دوسیه د پاکستان د قبایلي سیمو په اړه ده، بله دوسیه د کراچي د پېښو او دریمه دوسیه د پاکستان د بلوچستان د جنوب لویدیځي سیمي په اړه ده.

ملیحې لودي وویل چې « اوس نو اصلي نظر دادی چې موږ باید د ملگرو ملتونو د عمومي منشي د دفتر له لاري دغې نړۍ والي مؤسسې ته راسو او هغه ناآرامونکي اعمال چې هند یې زما د هیواد په خلاف تر سره کوي افشا کړو.»

XS
SM
MD
LG