د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: خبرو ته تیار یو، خو ....


٢٠٠٧ کال هلمند، په موسی کلا ولسوالۍ کې د ملي اردو او طالبانو ترمنځ سخته جگړه وشوه
٢٠٠٧ کال هلمند، په موسی کلا ولسوالۍ کې د ملي اردو او طالبانو ترمنځ سخته جگړه وشوه

طالبان وایي که یې "مشروع غوښتنې" ومنل شي، دوی تیار دي چې د جگړې د پای ته رسولو د پاره په خبرو اترو کې برخه واخلي.

د اسلامی امارات (طالبانو) په اعلامیه کې راغلي دي "د جگړې د پای ته رسولو د پاره موږ د ټولو خواوو سره موثره خبرو اترو ته تیار یو."

په اعلامیه کې د طالبانو پخوانۍ غوښتنه یو ځل بیا تکرار شوې ده چې د متحده ایالاتو هر ډول اشغال باید پای ته ورسیږي، په افغانستان کې باید اسلامی حکومت جوړ شي او د افغانستان په کورنیو چارو کې بهرنۍ مداخلې باید پای ته ورسیږي.

د طالبانو اعلامیه زیاته وي "موږ په دې باور یو چې کله افغانان په دې قانع شي چې اشغال پای ته رسیږي او بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووتل، بیا نورې ټولې مسلې د افغانانو په خپل خپل منځ کې د خبرواترو له لارې حل کیدلی شی."

وسله والو طالبانو د متحده ایالاتو او ناټو لخوا په افغانستان کې د ٢٠١٦ کال نه وروسته د ماموریت د غزولو پریکړه غندلې ده.

"اسلامي امارت (طالبان) باور لري چې د افغانستان لانجه د حل پوځي لاره نه لري. د ظلم، اشغال او تجاوز دوام هیچا ته گټه نه رسوي. جگړه او د قوت استعمال د افغانستان ولس تباه کوي او ظالم او مظلوم به دواړه د جنگ په لمبو کې وسوځي."

طالبانو په مشخص ډول ویلي نه دي چې هغوی د افغانستان د حکومت سره هغه خبرې اترې بیا پیلول غواړي چې درې میاشتې وړاندې د ملا عمر د مړینې د خبر په اعلانیدلو ختمې شوې.

طالبانو د ولسمشر اشرف غني پر مشرۍ د ملي وحدت د حکومت لخوا په افغانستان کې د بهرنیو پوځیانو د مودې د غزولو پر پریکړه باندې انتقادونه کړې دي.

وسله والو د کندز پیښې ته په اشاره لیکلي دي چې د جگړې په ډگر کې د طالبانو د وروستیو بریاو له امله د افغانستان حکومت د یو ناملوم برخلیک سره مخامخ شوی دی او هیڅ ډول ولسی ملاتړ نلري.

XS
SM
MD
LG