د لاس رسي وړ اتصالات

حنیف اتمر: پاکستان باید پر طالبانو باندې خپل نفوذ وکاروي


ښاغلي اتمر وویل په افغانستان کې دننه په ترهه گرو ډلو کې د چین، ازبکستان، روسیې او نورو هیوادونو اتباع هم شامل دي
ښاغلي اتمر وویل په افغانستان کې دننه په ترهه گرو ډلو کې د چین، ازبکستان، روسیې او نورو هیوادونو اتباع هم شامل دي

ښاغلي اتمر د اسوشیتد پرس خبري آژانس سره د مرکې په ترڅ کې پر متحده ایالاتو او ناتو غږ وکړ څو د افغانستان سره ددې خطر په له منځه وړلو کې مرسته وکړي.

ښاغلي اتمر وویل القاعده ، طالبان، د اسلامي دولت ډله او نور ترهه گر، چې په هغو کې د طالبانو سره تړلې ډله حقاني شبکه هم شامله ده، په افغانستان کې د را غونډیدو او تشکیلیدو په حال کې دي.

«القاعده او دا نورې ډلی تخریب شوې ندي بلکه د بیا رغیدو په حال کې دي. محتاط اوسئ او په بیړه پریکړه مه کوئ. ددې جگړې د گټلو دپاره زمونږ یوازنۍ لاره دا ده چې متکي، فعال او همکار واوسو او ددې ماموریت دپاره د غوره منابعو په برابرولو کې له مونږ سره مرسته وکړئ.»

د پاکستان د شمالي وزیرستان په قبایلي سیمو کې د پوځي عملیاتو له کبله هم ترهه گرې ډلې دیته اړې شوي چې د افغانستان په لور را واوړي.

ښاغلي اتمر وویل چې څو څو ډلې اوس د افغانستان څخه د خیز د تختې په توگه کار اخلي چې په هغو کې د چین، ازبکستان، روسیې او نورو هیوادونو اتباع هم شامل دي. هغه زیاته کړه چې د اسلامي دولت ډلې، چې اوسمهال یې قوي مرکز په ننگرهار کې دی، افغانستان ته لوي گواښ پېښ کړی دی. هغه وویل د اسلامي دولت د ډلې په ضد په څلورو هغو ولسوالیو کې چې دوي پکې ځای نیولی، پوځي ځانگړي عملیات پیلیدونکي دي.

« د داعش افغاني غړي د اسلامي دولت د ډلې سره بشپړې اداري اړیکې لري. د اسلامی دولت ډله یې کنترولوي. لگښتونه یې د اسلامي دولت ورکوي او د جنگ ستراتیژي هم هغوی ورکوي، پدې کې هیڅ شک نشته.»

هغه پر پاکستان هم غږ وکړ چې پر طالبانو باندې دې د خپل نفوذ څخه کار واخلي. هغه وویل، «د پاکستان څخه زمونږ تمه دا ده، مونږ د سولې په بهیر کې ستاسو د مرستې قدر کوو خو لطفآ پر دوی باندې د خپل نفوذ څخه کار واخلئ څو د خلکو د وژلو په موخه د تررستي بریدونو مخه ونیول شي. دا به جمهور رئیس غني ته دا زمینه برابره کړي چې د سولې او مصالحې بهیر پر مخ بوزي.»

پاکستان د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو د لومړي دور کوربه و خو دا بهیر د نامعلومې مودې دپاره وروسته له هغې وځنډول شو چې د طالبانو د مشر ملا محمد عمر د مړینې خبر خپور شو.

ښاغلی اتمر زیاته د سولې د خبرو په اړه خپل غبرگون داسې څرگند کړ، «زمونږ عمومي گمان دا دی چې طالبان د سولی سره علاقه نلري او دوي غواړي چې مونږ وآزمویی او هغه چې باور لري طالبان به په پوځي قوت سره جگړه وگټي، دوي ته باید دا قناعت ورکړ شي چې دوی اشتباه کوي.»

هغه وویل په همدې موخه دوه پریکړې وشوې، یوه د جمهور رئیس اوباما او بله هم د جمهور رئیس غني پریکړې څو افغان ملي اردو او امنیتی ځواکونه د یوه بل گران کال دپاره چمتو کړي.»

ښاغلي اتمر وویل د افغانستان حکومت هیله لري چې د سولې د بهیر د پیل نه مخکې د پاکستاني مشرانو سره خبرې وکړي.

XS
SM
MD
LG