د لاس رسي وړ اتصالات

د سوریی په تړاو په نړیوالو بحثؤنو کې د ایران لومړی گډون

  • شایسته سعادت

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت وایي ایران به د سوریې په خبرو کې شامل شي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت وایي ایران به د سوریې په خبرو کې شامل شي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت وایي ایران به په هغو خبرو کې شامل شي چې د اکتوبر په دیرشمه په سوریې کې د جگړې د خاتمې په تړاو په ویانا کې کیدونکې دي.

ددې خبرو اصلي موخه دا ده چې په دمشق کې د سیاسي بدلون دپاره لاره هواره شي.

پداسې حال کې چې متحده ایالات په سوریی کې د ایران لاس وهنې د بی ثباتۍ یو لامل بولي، د بهرنیو چارو د وزارت ویاند، ښاغلي کربي وویل امریکایي چارواکي دا هم مني چې د بحث په یوه مقطع کې باید د سیاسي انتقال په لور حرکت و شي نو لدې کبله د ايران سره خبرې مهمې دي.

په داسې حال کې چې د سوریې دپاره د یو سیاسي انتقال د لارې د موندلو دپاره هڅې روانې دي د بهرنیو چارو وزیر غواړي چې دا ډول مذاکرات وهڅول شي. داسې یو سیاسي انتقال چې د اوږد مهال دپاره پر ځاې پاتې شي او د سوریې د خلکو دپاره د یوه غوره حکومت د جوړیدو لاره هواره شي.

په دې ترڅ کې د متحده ایالاتو د دفاع وزیر، اش کارتر، په کانگرس کې د پوځي خدماتو د کمیټې په وړاندې د اسلامی دو لت د ډلې په ضد د جگړې نوې ستراتیژي تشریح کړه چې تمرکز به یې زیاتره د رقه او رمادی پر ښارونو باندې وي ځکه رقه په سوریی کې او د الانبار د ولایت پلازمینه، رمادي په عراق کې د اسلامی دولت د ډلې د مرکزونو په توگه اعلان شوي دي

یو لړ پوښتنو ته د ځوابونو د ویلو په ترڅ کې ښاغلي کارتر وویل، پدې پلان کې په سوریی کې د هوایي بمباریو د لا زیاتیدو او شدت پریکړه هم شامله ده.

خو د ښاغلي کارتر د معلوماتو څخه یو شمیر سناتوران راضي نه وو . هغوي پوښتنه کوله چې ولې متحده ایالات پدې غور نه کوي چې د خپل پوځي قوت څخه په کار اخیستو، د سوریې مشر بشارالاسد له واکه لرې کړي

امریکایی دیموکرات سناتور جو منچین د معلوماتو غوښتنه وکړه، ویې ویل «که څوک وغواړي دا تشریح کړي چې پخ سوریې کې زمونږ اصلي هدف څه دی؟»

د امریکا د دفاع وزیر اشتن کارتر یې په ځواب کې وویل «زمونږ دپاره د داعش ماته اصلی موخه ده.»

سناتور جو منچین په سوریی کې د روسیی پر اهدافو اندېښنه څرگنده کړه او وویل، « تاسو به له ما سره موافق یاست چې په سوریی کې د روسیی لومړی هدف د اسد ساتنه ده.»

د دفاع وزیر ښاغلی کارتر یې په ځواب کې وویل، «بلی هغوي وایي چې هدف یې د داعش سره مبارزه ده خو هغوي دا کار نه کوي. دوي د اسد د لا ځواکمنیدو هڅې کوي چې په هغه هیواد کې د کورنی جنگ اور ته لا لمن وهي.»

جمهوري غوښتونکي سناتور لنزي گراهام له واک څخه د بشارالاسد د لري کیدو پر اړتیا ټینگار وکړ «نو په آخر کې ویلای شو چې دا د متحده ایالاتو دپاره د خپگان نه ډکه ورځ ده او دا سیمه به له دې امله خورا لوړه بیه پرې کوي ځکه عربان د اسد مشري نه مني او نه یی هم د سوریی خلک. نو دا ستراتیژي نیمگړی ده.»

د دفاع وزیر وویل چې متحده ایالات به په سوریې کې د خپلو اضافي الوتکو په لا زوره ورو بمباریو او د متحدینو په ملاتړ ددرانه هوایی کمپاین شدت لا زیات کړي.

د اوباما حکومت تیاري نیسي چې د اسلامي دولت د ډلې په ضد خپل هوایي بریدونه لا شدید کړي

د اوباما حکومت تیاري نیسي چې د اسلامي دولت د ډلې په ضد خپل هوایي بریدونه لا شدید کړي

په سیمه کې یوه چارواکي وويل چې ایران ته لا د وخته د متحده ایالاتو او روسیې له خوا پدې غونډه کې د گډون بلنه ورکړ شوې. اول ویل شوي و چې ددې هیواد د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال، حسین امیر عبدالاهیان، به پدې خبرو کې د ایران استازیتوب وکړي خو وروسته دا تایید شوه چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جاوید ظریف به پکې برخه واخلي.

د یوې تیلفوني مکالمې په ترڅ کې جمهور رئیس بارک اوباما او د سعودي عربستان پاچا سلمان د اسلامي دولت د ډلې په وړاندې د متمرکزې مبارزې او په سورېې کې د سیاسي انتقال پر شرایطو باندې خبرې وکړې.

د امریکا ددفاع وزیر وایي روسیه په سوریې کې د کورني جنگ اور ته لا لمن وهي

د امریکا ددفاع وزیر وایي روسیه په سوریې کې د کورني جنگ اور ته لا لمن وهي

دوي هوډ وکړچې پدې تړاو به نوې دیپلوماتیکې هڅې پیل کړي خو پدې اعلامیی کې د ایران گډون ته اشاره نه وه شوې.

متحده ایالات، روسیه، سعودی عربستان، او ترکیه تیره اونۍ د سوریی په اړه د خبرو دپاره په ویانا کې سره را غونډ شوي وو.

دغو هیوادونو د دیپلوماتیکو اړیکو د بیا پیلیدو په موخه نوي نظریات یو له بل سره شریک کړل خو پدې ترڅ کې د اختلاف یو مهم ټکی، بیا هم، په قدرت کې د اسد د پاتی کیدو مسله وه.

د سوریی په تړاو د راتلونکی اونۍ په خبرو کې پر ایران برسیره نور هیوادونه لکه برتانیه ، فرانسه جرمني اردن او متحده عربی امارات هم د گډون دپاره بلل شوي دي.

XS
SM
MD
LG