د لاس رسي وړ اتصالات

په متحده ایالاتو کې د رایې اچونکو د هڅونې کوښښونه


د دواړو گوندونو رضاکاران د رایو اچونکو د جلبولو هڅې کوي
د دواړو گوندونو رضاکاران د رایو اچونکو د جلبولو هڅې کوي

دواړه گوندونه زیار باسي چې د تابعیت د اخیستلو په مرکزونو توجه وکړي او هغه کسان په خپلو گوندونو کې ثبت کړي چې نوي د امریکا تابعیت اخلي او د رای ورکولو حق پیدا کوي.

لاس انجلس ته نږدی پدې سیمه کې اوه سوه کسانو د ځانگړو مراسمو په ترڅ کې د امریکا د تابعیت لوړه پر ځای کړه.

تر هغې وروسته بیا یو شمیر کسان د رایی اچونی دپاره نومونه ثبتوي.

پدې کسانو کې یوه هم هندي الاصله امریکایۍ میرمن گوتلا ده. هغه وايي، «مونږ همدا اوس ددې هیواد اتباع شو او واضحه ده چې غواړو د خپل هر حق او امتیاز نه گټه پورته کړو.»

دغو نویو اتباعو ته ویل شوي چې د کاریگرو کورنیو دپاره د دیموکرات گوند ښه انتخاب دی.

جمهوري غوښتونکي هم ددې په وړاندې ځوابي پیام لري، دوي وایي، «د کمکي او لا اغیزمن حکومت په مټ یو بریالی هیواد غواړو.»

خو دوی ټول په یوې مسلی سره موافق دي.

د جیف شوارتز په نوم یو رضا کار پدې اړه داسې وایي، «مونږ د ټولنې د پرمختگ او د هیواد د ښیگڼې په برخه کې د غوره پریکړې دپاره د ټولو مرستو ته اړتیا لرو.»

پدې ترڅ کې د سیاسي پیژندل شویو څیرو انځورونه هم د رایو اچونکو پام ځانته اړوي.

گوندي رضآکاران د رایو اچونکو د جلب دپاره د قناعت ورکولو هڅه کوي

ځیني یوازې د کاندیدانو سره پرعلاقې تکیه کوي خو ځیني نور بیا گوند په نظر کی نیسي.

جمهوري غوښتونکي، جمهور رئیس اوباما یو غیرموثره جمهور رئیس بولي او هڅه کوي دغو کسانو ته چې نوی تابعیت اخلي، دا قناعت ورکړي چې بدلون ته رایه ورکړي.

پدوې کې یوه سلویا سدرلند نومیږي. هغه وایي، «کاري زمینی غواړو، غواړم چې صحی بیمه ولرو، د اوبو په اړه هم اندېښمنه یم.»

خو ځینی نورد عاید نابرابري لویه ستونزه بولي او وایي شرکتونه ډیر قدرت لري او د بی وزلۍ کچه مخ په لوړیدو ده.

د دواړو گوندونو رضآکاران پدې باور دي چې ددوي دا هلې ځلې په اصل کې هیواد ته خدمت دی.

د دوي زیار به بل کال ته پداسې حال کې چې په نوامبر کې د ټاکنو ټاکل شوې ورځ نږدې کیدونکې ده ،لا شدید شي.

XS
SM
MD
LG