د لاس رسي وړ اتصالات

وزیرستاني کډاوال د پخوا په پرتله د پولیو د ګوزڼ په هلکه ښه معلومات لري


د پوليو د ګوزڼ ضد مبارزين وايي چې د خوست په ولایت کط مېشتو وزيرستاني کډوالو کې د پوليو له واکسين څخه د انکار پېښې تقريباً د له منځه تلو په حالت کې دي. مسوولين يې عمده لامل ښه عامه پوهاوی بولي.

بهرام شاه د خوست د ګربزو ولسوالۍ د وزيرستاني کډوالو په کمپ کې له خامو خښتو څخه په يوه جوړه شوې کوډله کې له خپلو بچيانو او د کورنۍ له نورو غړو سره يو ځای د مهاجرت شپې او ورځې تېروي.

بهرام شاه امريکاغږ ته وويل، چې په شمالي وزيرستان کې يې اووه کاله واکسين په سترګو هم ندي ليدلي، خو تېرکال دغلته په راتلو سره د کمپاينونو پرمهال يې د پوليوضد واکسين په اړه ډېر معلومات ترلاسه کړل.

” مخکې موږ نه پوهېدلو، خو اوس د واکسين په ګټه پوه شوي يو. اوس يې هر سړی ماشومانو ته لګوي، ځکه ګټه يې خلکو ته ورسيدله. اوس هرڅوک د واکسين په اهميت پوهېږي‟.

د کډوالو په خبره په شمالي وزيرستان کې د پاکستاني طالبانو د بنديز له امله له کال ۲۰۰۷ ميلادي څخه بيا تر ۲۰۱۴ پورې يې خپلو ماشومانو ته هيڅ ډول واکسين نه وو ورکړي.

د ګربزو د وزيرستاني کډوالو د ګلان کمپ يو تن سپين ږيری مکرب خان وزير وايي، پاکستاني طالبانو ورته ويل، چې د پوليو ضد واکسين پر نورو زيانونو سربېره د نارينه نسل د ډېرېدو مخنيوی کوي.

” څوک چې پوهېږي هغه يې په خپله ورکوي. هغه څوک چې نه پوهېږي، موږ يې پوهوو. زموږ په سيمه کې ډېر ماشومان پوليو ووهل. د چا لاس او د چا پښې فلج شوې. اوس خلک پوه شول، چې واکسين د ماشومانو د روغتيا لامل ګرځي‟.

روغتيايي مسوولين وايي، چې د مبليغينو په وسيله د ښه عامه پوهاوي او د صحي رضاکارانو د هلو ځلو په نتيجه کې توانيدلي دي، چې ترډېره بريده په کډوالو کې له واکسين څخه د انکار پېښو مخنيوی وکړي.

د ګربزو ولسوالۍ د واکسين مسوول نظرمحمد په دې هکله وايي:” مخکې به چې زموږ رضاکاران ځينو کورونو ته ورغلل، نو کډوالو به ورته د بد رد ترڅنګ دا ويل، چې ماشومان يې ورته بې حيا کوي. معلومه خبره وه، چې د واکسين په اهميت نه پوهېدل، خو يې معلومات حاصل کړي دي‟.

په دې ولايت کې د پوليو يا د ماشومانو د فلج ضد واکسین د برخې د عامه پوهاوي مسوول ډاکټر نجيب الرحمن رحماني وايي، چې د واکسين د اهميت په اړه يې په کډوالو کې د عامه پوهاوي پروګرامونه پراخ کړي دي.

((د جوماتونو له ملا امامانو سره هم غونډې لرو، هغوی خلکو ته پيغام ورکوي، چې د واکسين په وسيله ماشومان د ګوزڼ له خطرناکې ناروغۍ څخه وساتي. دوی دا هم ورته وايي، چې واکسين د اسلام له نظر پوره جواز لري)).

په خوست کې نږدې ۳۵ زره وزيرستاني کډوالې کورنۍ حساب شوي، چې زياتره هغه يې د ګربزو ولسوالۍ د ګلان په کمپ کې مېشتې دي.

د روغتيايي مسوولينو په وينا د هر کمپاين پرمهال شاوخوا ۱۷ زرهکډوالو ماشومانو ته، چې تر پنځه کلنۍ ښکته عمر لري، د پوليو ضد واکسين تطبيقوي.

XS
SM
MD
LG