د لاس رسي وړ اتصالات

په بیساري گډون، د نړیوالو مشرانو تاریخي ناسته


جمهور رئیس اوباما نړیوال مشران دیته وهڅول چې د اقلیمي بدلون سره د مبارزې دپاره دې مسولانه عمل وکړي
جمهور رئیس اوباما نړیوال مشران دیته وهڅول چې د اقلیمي بدلون سره د مبارزې دپاره دې مسولانه عمل وکړي

جمهور رئیس اوباما نړیوال مشران دیته وهڅول چې د اقلیمي بدلون سره د مبارزې په نړیوال کنفرانس کې دې مسولانه او عملي کار ته ودریږي څو د نړیوالې تودوخې د مخنیوي او د اقلیمي بدلون سره د مبارزې دپاره یوې بیسارې او پراخې موافقې ته ورسیږي.

هغه وویل چې ددې هیوادونو هڅې به پدې وارزول شي چې دوي د دردونو او رنځونو په مخنیوي او د مځکې د کرې په خوندې ساتلو کې عملآ څه کوي.

جمهور رئیس اوباما وویل چې نړۍ د دې زهرجنو گازونو د تولید او د نړیوالې تودوخې د زیاتوالي په اړه مشترکه اندېښنه او په وړاندې یې د بیړنۍ مبارزې گډ مسولیت په غاړه لري.

هغه وویل چې په الاسکا کې د نړیوالې تودوخې د اغیزو شاهد دی چیری چې کنگال شوې د یخ طبیعي لوېې ټوټې مخ په اوبه کیدو او ذوبیدو دي. هغه زیاته کړه،

«دا د احتمالي راتلونکې یوه ننداره ده. زمونږ د ماشومانو د سرنوشت یو څرک! که اقلیم زمونږ د مخنیوي د هڅو په پرتلې همداسې په چټکۍ بدلون ومومي نو هیوادونه به د اوبو لاندې او ښارونه به تش او مځکې به شاړې ومومو. د سیاسي داسې کړکیچونو شاهدان به اوسو چې د جگړې اور ته به لمن وهي. خو دا باید د ځواکمنو او مسولو هیوادونو راتلونکې نه وي.»

نړیوال مشران اوس پدې زیار باسي چې د اتصآل پر گامونو سلا شي، څو د صنعتي دورې د مخکنۍ کچې په ساتلو، د دوه و درجو د تودوخې د زیاتوالي مخه ونیسي.

د ملگرو ملتونو عمومي منشي وایي دا زمونږ د ټولو د مشترک کور دپاره ارزښتناکه شیبه ده.
د ملگرو ملتونو عمومي منشي وایي دا زمونږ د ټولو د مشترک کور دپاره ارزښتناکه شیبه ده.

پدې اړه د ملگرو ملتونو عمومی منشي بن کي مون داسې وویل،«دا ستاسو د هیوادونو ستاسو د خلکو او زمونږ د ټولو مشترک کور د راتلونکې دپاره یوه محوري ارزښتناکه شیبه ده. هغه شیبه چې نوره یې نشې ځنډولای.»

د اوسنۍ لارې څخه د انرژۍ د تولید پاکو او شنو منابعو ته بدلون له مالي اړخه ټولو ته گران دی.

خو دا بیه د لویو او بډایو هیوادونو دپاره لا گرانه تمامیږي. روسیه پدې برخه کې تل زړه نازړه وه خو پرون یې مهمه ژمنه وکړه.

ولادیمیر پوتین پدې ترڅ کې وویل، «مونږ هیله لرو چې د نولسوه نویم کال په پرتلې تر دوه زره دیرشم کاله پورې د گلخانه یي زهرجنو گازونو د تولید کچه اویا سلنه را ټیټه کړو. »

د فرانسې جمهور رئیس، فغانسوه اولاند، د یوې اجباري موافقې د لاس ته راوړلو په صورت کې د خنډونو خبرداری ورکړ.

هغه وویل پدې خنډونو کې د توافق قانوني مشروعیت، د بی وزلو هیوادونو دپاره د مالي زیرمو د برابرولو مسولیت او د هغو هیوادونو نظارت هم شامل دی چې د زهرجنو گلخانه یې گازونو د تولید د کمولو ژمنې کوي.

په پاریس کې د اقلیمي بدلون کنفرانس، له تاریخي لحاظه یوه بیسارې غونډه
په پاریس کې د اقلیمي بدلون کنفرانس، له تاریخي لحاظه یوه بیسارې غونډه

په پاریس کې د اقلیمي بدلون یوویشتم کلني کنفرانس د دوهمې ورځ غونډه له تاریخي لحاظه داسې یوه ځانگړې غونډه وه چې پکې تر ټولو زیات شمیر نړیوال مشران یو ځای شوي دي څو د نړیوالې تودوخې د مخنیوي او د اقلیمي بدلون سره د مبارزې دپاره یوې بیسارې او پراخې موافقې ته ورسیږي.

پدې لړ کې د چین جمهور رئیس شي جین پینگ وویل، «د پاریس موافقه باید مونږ سره مرسته کوي چې د ریښتونو پایلو پر لاسته راوړنو باندې د ټینگار په ترڅ کې خپلو ملي موخو ته ورسیږو. »

ددې غونډې نه مخکې حتی یو سلو اتیا هیوادونو د زهرجنو گازونو د تولید د کمولو ژمنې وکړې خو سیاسي ارزونې څرگنددوي چې د حرارت د دوه درجې د راټیټولو دپاره چې مسول یې انسانان بلل شوي د زیاتې اندازې زهرجنو گلخانه یې گازونو د کچې را ټیټولو ته اړتیا ده.

شپږ کاله مخکې په کوپن هاگن کې د اقلیمی بدلون سره د مبارزې تیره غونډه د هیوادونو ترمنځ د موافقې په لاس ته راوړلو کې ناکامه شوه خو د نړیوالو مشرانو د روحیې په لیدلو داسې ښکاري چې دا ځل به دا هڅه یوه مثبته نتیجه له ځانه سره ولري.

XS
SM
MD
LG