د لاس رسي وړ اتصالات

ښځې د امریکا پوځ کې جګړه ایزې دندې اخلي


د امریکا د دفاع وزارت راتلونکی کال په پوځ کې میرمنو ته هم اجازه ورکوي چې ټانکونه وچلوي او د هاوان توغندي وار کړي.

پنټاګان وایي تر دې وروسته به میرمنې په په پوځ کې محاربوي نقش ادا کوي. د دفاع وزیر آشتن کارټر دغه اعلان پرون د پنجشنبې په ورځ وکړ او وویل چې په پوځ نور هیڅوک استثنا ندي.

میرمنو ته د امریکا په پوځ کې د لومړي ځل لپاره د 1970 د لسیزې په نیمایي کې د خدمت کولو فرصت ورکړل شو. هغوي کولی شو چې په پوځي اکاډمیو کې نظامي زده کړې وکړي. د هماغې نیټې نه راپدیخوا میرمنو زیار ایسته چې محاربوي نقش ورته ورکړل شی.

میرمنې د امریکا په پوځ کې تر اوسه محاربوي نقش نلري خو د امریکا د فاع وزارت وایي چې راتلونکی کال به هغوي وکړی شي چې محاربوي ماموریتونه هم تر سره کړي.

د امریکا د دفاع وزیر آشتن کارټر په محاربې کې د میرمنو د نقش په اړه داسې وویل :

" د امریکا د متحده ایالاتو د نفوس پنځوس په سلو کې میرمنې دي او مونږ ته پکار ده چې د هغوي د مهارتونو نه پوره ګټه واخلو. د ملي دفاع په چارو کې منږ نشو کولی چې د خپل نفوس سمه نیمیايي برخه له پامه وغورځوو. "

اش کاټر وویل " د امریکا د وسله والو ځواکونو درې څانګې د دې طرفداره دي چې میرمنو ته دې پدې خطرناک ماموریت کې برخه ورکړل شي." خو سمندري ځواکونو بیا د استثنا غوښتنه کړه ځکه دوي ویلي دي چې " میرمنې د محاربې په ماموریت کې د جنګیدونکي قوې اغیزمنتوب کموي. "

خو د دفاع وزیر اش کارټر وایي " د دریو کالونو څیړنو او غور نه وروسته کوم معلومات چې هغه لري، داسې فکر کوي چې د نوي قانون تر تطبیق وروسته به د سمندري ځواکونو د قول اردو مسله هم حل شي. "

کارټر وایي " د وسله والو ځواکونو د ټولو څانګو نه مو غوښتي دي چې پدې برخې کې دې په ګډه کار وکړي او قانون دې په یوه وخت کې او یو شان تطبیق کړی. "

د کارټر پر وینا " میرمنو ته په محاربې کې د نقش ورکولو اصلي هدف دا دی چې د جنګیدنکو ځواکونو چارې بهتره شي. "

XS
SM
MD
LG