د لاس رسي وړ اتصالات

داعش د سوریې په رژیم او ترکیې تیل خرڅوي


د امریکا د خزانې وزارت یو چارواکي د رویټرز خبري اژانس ته ویلي دي چې "د اسلامي دولت یا داعش ډله شاوخوا پنځه سوه میلیونه امریکایي ډالر د تیلو د کاروبار له لارې پیدا کوي. "

د تروریزم او مالي استخباراتو په چارو کې د خزانې د وزارت سرپرست مرستیال ایډم زوبین د پنجشنبې په ورځ وویل " داعش د تیلو ډیره برخه د سوریې په رژیم او یو څه اندازه یې په ترکیې خرڅوي. "

د خزانې د وزارت دغه چارواکي ایډم زوبین وایي د اسلامي دولت ډله هره میاشت شاوخوا د څلویښتو میلیونو ډالرو په ارزښت تیل پلوري.

ښاغلي زوبین د لندن په چټام هوس کې یوې غونډې ته وویل چې "د اسلامي دولت ډله د تیلو ډیره برخه د بشارالاسد په رژیم پلوري."

دی وایي"د اسد رژیم او داعش دواړه کوښښ کوي چې یو بل ووژني خو بیا هم هغوي د میلیونونو ډالرو په ارزښت د تیلو سوداګري کوي. "

د امریکا متحده ایالاتو، فرانسې، برتانیې او روسیې ټولو هوډ کړی چې د اسلامي دولت یا داعش ډله به له منځه وړي چې د عراق او سوریې ځینې برخې یې نیولي او د خپلو ناوړه کړونو لپاره د اسلام نه کار اخلي.

د امریکا اکثره هوایي بریدونه د اسلامي دولت یا داعش د ډلې په مرکزونو کیږي خو روسیه بیا د سوریې په ټولو مخالفینو بریدونه کوي. حتی په هغو مخالفینو هم بریدونه کوي چې غرب یې ملاتړ کوي.

XS
SM
MD
LG