د لاس رسي وړ اتصالات

ارګ: د پاکستان د دفاع وزیر خبرې نامسولانه دي


ولسمشر غني پر پاکستاني چارواکو غږ کړی چې له دا ډول څرګندونو دې ډډه وکړي.
ولسمشر غني پر پاکستاني چارواکو غږ کړی چې له دا ډول څرګندونو دې ډډه وکړي.

د ولسمشر محمد اشرف غني دفتر په یوې خبرپاڼې کې د پاکستان د دفاع وزیر وروستۍ څرګندونې په کلکه غندلي دي.

ویل کیږي چې د شنبې په ورځ د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف رسنیو سره په خبرو کې ویلي وو چې په افغانستان کې د تاپی د پروژې د امنیت لپاره به له طالبانو سره خبرې وشي.

خو، د افغانستان جمهوري ریاست وايي د ښاغلي اصف دا څرګندونې "نامسولانه او په افغانستان کې د نه مداخلې په اړه د دواړو هېوادونو د مشرانو د ژمنو پر ضد دي دي".

ارګ وايي د افغانستان د ملي ګټو او عادي افغانانو د امنیت ساتل د افغان ځواکونو دنده ده او د دغې نل لیکې د امنیت لپاره یې هم ځانګړي ځواکونه چمتو کړي دي.

افغان حکومت وايي چې د پاکستان د دفاع وزیر دغه څرګندونې ښيي چې لا هم یو شمېر پاکستاني چارواکي او مشران د افغانستان په چارو کې له لاسوهنې سره دلچسپي لري او دا چې پاکستان پر افغان طالبانو پراخ نفوذ او اغیز لري.

ولسمشر غني یو وارې بیا د پاکستان پر مشرانو غږ کړی چې د ترهګرۍ پر ضد مبارزې کې له افغان حکومت سره پر خپلو ژمنو ودریږي او له دا ډول څرګندونو دې ډډه وکړي.

د تاپي پر پروژې له کلونو کلونو راهیسې خبرې روانې وې، ویل کیږي چې پر دغې پروې به شاوخوا لس میلیارده ډالره لګښت او د ۲۰۱۷ کال په ډسمبر کې د ګازو انتقال پیل کړي.

افغانستان به د کال ۴۰۰ میلیونه ډالره د ترانزیت حق اخلي او شاوخوا دوه میلیارده کیوبیک مېتره ګاز به هم ترلاسه کوي او زرګونه افغانانو ته کارونه هم برابر کړي.

د تابي د پروژې رغنیزي چارې د یکشنبې په ورځ په ترکمنستان کې رسماً پیل شوې. د دغه پروژې په واسطه به په ترکمنستان کې د کاسبین د بحیري طبعي ګاز د افغانستان له لارې، پاکستان او بیا هند ته انتقالیږي.

دغه نللیکه شاوخوا اووه سوه کیلیو مېتره د کندهار-هرات له لويې لارې د پاکستان د کوټې ښار ته ننوځي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG