د لاس رسي وړ اتصالات

د شانگهای سازمان: افغانستان کې د سولې ملاتړ کوو


د شانگهای د همکاریو سازمان په یو دپاسه دوه زرم کې تاسیس شو
د شانگهای د همکاریو سازمان په یو دپاسه دوه زرم کې تاسیس شو

د شانگهای د همکارۍ د سازمان د غړو هیوادونو استازي نن او سبا د چین د هینان ایالت په ژنگژو نومی ښار کې د دې سازمان په څوارلسمه غونډه کې د گډون دپاره سره را ټول شوي چې د اقتصآدي همکاریو او سوداگریزو اړیکو د پراختیا تر څنگ د ترهه گرۍ سره پر گډې مبارزې خبرې وکړي.

د افغانستان څخه د هیات مشري اجراییه رئیس عبدالله عبدالله په غاړه درلوده او پدې غونډه کې یې د وینا په ترڅ کې ددې سازمان د اصلي او څارگرو غړو څخه د افغانستان سره د ملاتړ ښودلو په برخه کې مننه وکړه.

د افغانستان څخه د هیات مشري اجراییه رئیس عبدالله عبدالله په غاړه درلوده
د افغانستان څخه د هیات مشري اجراییه رئیس عبدالله عبدالله په غاړه درلوده

هغه وویل، «مونږ د تاریخ په هغه مقطع کې قرار لرو چې نړیواله ټولنه هم د ډیرو ستونزو سره مخامخ ده او نړۍ د قطبی کیدو په لور روانه ده. په همداسې وختونو کې د شانگهای په شان د سیمه اییزو همکاریو د سازمان اهمیت هم لوړیږي

د چین صدراعظم، لي کیگیانگ، د غونډې په ترڅ کې د افغانستان د اجراییه رئیس، عبدالله او د پاکستان د صدراعظم، نواز شریف، سره جلا جلا خبرې وکړې.

هغه لومړی د نواز شریف سره له غونډې نه مخکې چې اصلی موخه یې د دوستانه او دوه اړخیزو همکاریو زیاتول و، روغ بړ وکړ.

وروسته هغه د افغانستان د اجراییه رئیس عبدالله سره هم ولیدل.

هغه د اجراییه رئیس سره د کتنې پر مهال د چین او افغانستان ترمنځ اړیکې د ډاډ وړ وبللې او ویی ویل، «چین او افغانستان داسې گاونډیان او دوستان دي چې پر یوه بل باندی ورته ډاډ لري او چین دیته چمتو دی چې د افغانستان د سوله اییزې بیا رغونې او پرمختگ دپاره صآدقانه او فداکارانه مرستی برابرې کړي.»

د چین صدراعظم په سیمه کې د امنیتي ثبات په اړه افغانستان ته په اشارې وویل، «اول باید مونږ د امنیتي همکاریو دپاره خپل قوت او لاره یو ځای کړو.»

هغه د غړو هیوادونو ترمنځ د خپل منځي تماس او همکاریو وړاندیز وکړ او زیاته یې کړه چې، « د دې ټولنی د غړو هیوادونو ترمنځ بیلې همکاری باید زیاتې شي څو د پولو څخه د دفاع قوه پیاوړې شي، د افراطیت په ضد د سلا مشورو هڅې گړندی شي. په افغانستان کې د سولې دپاره د پخلاینی د بهیر ملاتړ وشي، د مخدره موادو سره مبارزه وشي او د سیمه اییز پرمختگ دپاره خوندي چاپیریال را منځته شي.«

د چین په ژنگژو ښار کې د شاهگهای د همکاریو د سازمان د سرمشریزې په څنډه کې د روسیې صدراعظم دیمیتري میدویدف د افغانستان د اجراییه رئیس عبدالله سره پر دوه اړخیزو همکاریو او بهرني سیاست بحث وکړ.

د افغانستان د اجرائیه رئیس او د روسیې صدراعظم پدې ټینگار وکړ دواړه هیوادونه گډې ستونزې لري چې باید په گډو هڅو حل شي.

هغوي دغه راز د دوه اړخیزو اقتصآدی همکاریو په اړه هم خبرې وکړې.

د روسیې صدراعظم د افغانستان اجراییه رئیس سره په کتنه کې وویل، «دا غونډه یو ښه فرصت دی چې د دواړو هیوادونو یعنی افغانستان او روسیی پر اړیکو اقتصآدي همکاریو او بهرني سیاست باندې خبرې وشي».

د افغانستان څخه د هیات مشري اجراییه رئیس عبدالله عبدالله په غاړه درلوده
د افغانستان څخه د هیات مشري اجراییه رئیس عبدالله عبدالله په غاړه درلوده

چین هیله لري چې د شانگهای د همکاریو د سازمان په څوارلسمې غونډې کې د همکاریو ژمنی په عملی بڼه هم پلی شي. صدراعظم لي وویل په خورا مهمو ډگرونو کې د پام وړ موافقې لاسلیک شوې دي.

هغه زیاته کړه، «مونږ په شپږو برخو کې د شفافیت د اصل پر بنسټ د بیلابیلو همکاریو موافقې لاسلیک کړې. یو: د امنیتي چارو همکاري، دوهم: د تولیدي طرفیتونو لوړول، دریم: مالي چارې، څلورم: اتصآل، پنځم:سیمه اییز تجارت او شپږم:د سیمې د خلکو معیشت.»

د شانگهای د همکاریو سازمان په یو دپاسه دوه زرم کې پدې موخه تاسیس شو چې په سیمه کې د شاملو هیوادونو ترمنځ د امنیتي او اقتصآدي چارو همکارۍ پیاوړې او همغږې شي.

چین، روسیه، تاجکستان، ازبکستان، قزاقستان، او قرغزستان د شانگهای د همکاریو د سازمان اصلي غړي دي. افغانستان، هند، مغولستان، ایران او پاکستان ددې سازمان څارونکي هیوادونه دي.

XS
SM
MD
LG