د لاس رسي وړ اتصالات

په امریکا کې توپان او بوړ بوړکیو لس تنه وژلي دي


د امریکا په جنوب او منځنی لویدیځ ایالتونو کې توپان او بوړ بوړکیو سل ګونه کورونه وران کړي او لس تنه یې وژلي دي.

خلک شپې او ورځې په عاجلو پناه ځایونو کې پداسې حال کې تیروي چې په امریکا کې د حضرت عیسی علیه سلام د پیدا کیدو ورځ یا کرسمس لمانځي.

د چارشنبې د ورځې راهیسې چې توپان او بوړبوړکۍ پیل شوي، تر اوسه پکې لس تنه وژل شوي او سل ګونه کورونه پکې تباه شویدي. په ځینو ایالتونو کې اضطراري حالت هم اعلان شوی.

د مشیګن په ایالت کې لس ځله بوړبوړکۍ راغلې او ګڼ شمیر کورونه او بازارونه یې تباه کړل.
په همدې حال کې بیا د امریکا په ختیځو ایالتونو نیویارک، واشنګټن ډي سي او فیلاډیلفیا کې هوا دومره توده وه چې داسې فکر کیده د پسرلي نیمایي به وی. که څه هم چې د دغو ایالتونو په اکثرو ځایونو کې ټوله ورځ باران وریده خو د تودوخي لوړه درجه د سانتي ګراد په حساب دوه ویشت وه.

د هوا پیژندنې ادارې وایي چې د کرسمس په رخصتیو کې به په اوریګن، واشنګټن سټیټ، نیواډا او د کالیفورنیا په شمالی برخو کې زیاته واوره واري او هوا به هم ډیره سړه وي.

XS
SM
MD
LG